تازه خبرونه

 په خیبر پښتونخوا کې ترهګره ډله تحریک طالبان پاکستان د پیښو د منلو په اړه ولی چپ پاتې ده ؟

په خیبر پښتونخوا کې د بریدونو ذمه واري په غاړه اخستلو کې بدلون راغلی دی؛ پخوانۍ فعالې ډلې چوپ پاتې دي، خو نوې او ناپېژندل شوې ډلې د حملو د ترسره کولو ادعاوې کوي
د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي او اولس ی له سختو اندیښنو سره مخ کړې دې

په دې وروستیو کې د پاکستان پر امنیتي ځواکونو او نورو بریدونو ذمه واري ټي ټي پي په غاړه اخستله خو وس ی په دې تګلاره کې بدلون راغلې دې او نوې ډلې ددې بریدونو ذمه واري په غاړه اخلي

څیړونکی وایي په خیبر پښتونخوا کې د وسلوالو ډلو د فعالیت او د حملو د پړه منلو په اړه  یو ښکاره بدلون لیدل کېږي. هغه ډلې چې تر ډېره یې په سیمه کې د بریدونو مسئولیت پر غاړه اخیسته، اوس یې رسنیز فعالیتونه  به غیر معمولي ډول کم شوي، خو په مقابل کې ګڼې نوې او ناپیژندلی شوې ډلې راڅرګندې شوي چې د وروستیو حملو د ترسره کېدو ادعاوې کوي

په تېرو میاشتو کې د ګڼو بریدونو پړه د نویو نومونو تر سیوري لاندې اخیستل شوې، چې پخوا په سیمه کې د تحریک طالبان پاکستان   او اتحاد المجاهدین پاکستان   تر کنټرول لاندې سیمې وې

د ټي ټي پي اړوند رسنیو چپ پاتی کیدل

د تحریک طالبان پاکستان رسمي رسنیز چینلونه له څو ورځو راهیسې په بشپړه  خاموشه شوی دي. د اکتوبر له ۲۷مې وروسته دوی نه د کومې تازه حملې راپور خپور کړی او نه یې د پوځي عملیاتو په اړه معلومات شریک کړي دي

خو د نومبر پر ۲۲مه د “منزل” په نوم یوې خپرونې په لنډ ډول د بنو یو برید ته اشاره وکړه چې په  مبهم ډول یې طالبانو ته منسوب کړه. دا د اکتوبر له ۲۷مې وروسته د ټي ټي پي  له لوري لومړۍ غیر مستقیمه اشاره وه

د نوو وسلوالو ډلو راټوکېدل

له بلې خوا، د “ضرب مومن” په نوم ټېلېګرام چینل چې د ټي تي بي له کړۍ سره تړاو لري، له اکتوبر ۳۱مې وروسته د نوو او ناپېژندل شویو ډلو په نوم د بریدونو د پړه منلو پیغامونه خپرول پیل کړي. دغو نومونو تر دې وړاندې هېڅ رسنیز بیانونه نه وو ورکړي

نیوی ډلې

په دې نوو ډلو کې  دفاعِ قدس ، انصار الجهاد او تحریک لبیک پاکستان فورس شامل دي

شنونکي وايي چې یادې ډلې د خیبر پښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې د تازه بریدونو پړه مني. او ددې تر څنګ ترهګریز فعالیتونه زیات شوي دی

همداراز د اکتوبر پر ۲۹مه “اسلامي امارت پروټیکشن فورس” په نوم بله ډله راڅرګنده شوې چې خپل رسنیز چینل یې جوړ کړی دی. دغه ډله د شمالي او جنوبي وزیرستان، ټانک، دیر، پېښور او خیبر په ګډون هغو سیمو کې د بریدونو پړه منلی چې پخوا د ټي ټي پي  او اتحاد المجاهدی پاکستان د نفوذ مرکزي سیمې ګڼل کېدې

په خیبر پښتونخوا کې د نوو وسلوالو ډلو څرګندېدل او د پخوانیو فعالو شبکو ناڅاپي غلی کیدل د امنیتي وضعیت په اړه نوې پوښتنې راپورته کوي، او چارواکي وايي چې د دې عمل تر شا د سیمې د ترهګر  شبکو د تکتیکي بدلون امکان هم شته.چی د عملیاتو څخه ځان بچ اوساتی او د اولس په نظر کی خپل ځان معصوم څرګند کړي

نورخبرونه

د ټي ټي پي پخوانۍ نایب امیر قاري امجد په باجوړ کې له منځه وړل شوې

ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي په تیراه کې فعالیتونه

افغان خاوره له ټي ټي پي لوري د پاکستان په ضد کارول: نوي ثبوتونه او شواهد مخې ته راغلي

Related Articles

پاکستان د زیاتېدونکو کړکېچونو او سرحدي ترهګریزو ګواښونو په منځ کې په افغانستان کې د وسله والو د بنسټونو پر وړاندې ټاکلي حملې پیل کړې

March 13, 2026

پاکستان او چین د ترهګرۍ او افراطي ګواښونو د مخنیوي لپاره پر پیاوړو تدابیرو موافقه وکړه، چې په سیمه کې د امنیتي همکارۍ وده کوي

March 13, 2026

د سیمې منځګړي هېوادونه لکه پاکستان، عمان، مصر او ترکيه له ایران سره پټه/غېر رسمي خبرې کړي دي او د ایران څخه غوښتنه کوي چې له امریکا سره د تاوتریخوالي د کمولو او ممکنه هوکړې لپاره خبرو اترو ته زمینه برابره کړي

March 13, 2026

ایران د مجتبی خامنه‌ای د هېواد د نوې سترې مشرتابه له لوري خپل لومړی صوتي پیغام خپور کړی، چې پکې یې سخت خبردارۍ کړې دي. په دې پیغام کې ویل شوي

March 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *