تازه خبرونه

افغان خاوره له ټي ټي پي لوري د پاکستان په ضد کارول: نوي ثبوتونه او شواهد مخې ته راغلي

…. د امنیتي سرچینو او تاید شوو معلوماتو له مخې له افغانستان څخه په خیبرپښتونخوا کې د ټي تي پي لوري بریدونو کې ۴۸سلنه زیاتوالې راغلې دې

1 min read

دوحه تړون وروسته که یو لوري افغان لوري د ټي ټي پي په بریدونو کې کمې راغلې خو بیان هم افغان طالبان باید ټي تي پي جنګیالو ته اجازه ور نه کړي چې په پاکستان کې بریدونه ترسره کړي.

فایل فوټو: بیګا د شپې په ټانک کې د جونو یو پرایمري سکول د بارودي موادو له لارې الوځول شوې دې، ددې بدې پیښې وروسته په خلکو کې ډار خپور شې دې،دې سیمو کې د بریدونو پړه ټي تي پي په غاړه اخلي دا انخور د کال ۲۰۲۱ د ټانک یو سکول دې چې د چاودنې له لارې ی دیوال نړیدلې دې.

October 24, 2025

د ۲۰۲۵ کال له جون څخه تر سپتمبر پورې د افغان  خاورې څخه  د خیبر پښتونخوا پر لور د وسله والو داخلیدلو او دلته بریدونه کولو  کچه ۳۶سلنه زیات شوي دي۔ د راپورونو له مخې، په دې موده کې شاوخوا ۱۷۲ ډلې او نږدې ۴ زره وسله‌وال له سرحد څخه پاکستان ته داخل شوي، چې دا د تېرې مودې په پرتله ۴۸٪ زیاتوالی ښيي۔ په دغو دراندازانو کې نږدې ۸۰٪ افغان اتباع وو۔

ټانک کې د جونو ښوونځې الوځول شوې

 د ټانک په کلي والا سهمه ګرہ بډها کې د نجونو د ابتدايي ښوونځي،پرایمري سکول ودانۍ کې  نامعلومو کسانو له بارودي موادو لارې  چاودنه وکړه او وړاندۍ ی نړولې ده.  

د راپورونو له مخې د یاد سکولو ودانۍ  تر جوړېدو لاندې و او تر اوسه د جونو په دې پرایمري سکول کې  تدریسي فعالیت نه‌ و پیل شوي.

 ځايي اوسېدونکي وايي، دا ډول بریدونه د سیمې د نجونو د تعلیم د مخنیوي هڅه ده، او له  چارواکو نه یې د سخت اقدام غوښتنه کړې ده۔

د پاکستان د امنیتي ځواکونو د شمېرو له مخې، روان کال تر دې دمه په بېلابېلو عملیاتو کې ۲۶۷ افغان وسله‌وال وژل شوي دي۔ دغه عملیات په ځانګړي ډول د ژوب، شمالي وزیرستان او بنو په سیمو کې ترسره شوي، چې د تحریک طالبان پاکستان  په شبکو کې د افغان جنګیالیو د زیاتېدونکې ونډې څرګند ثبوت ګڼل کېږي۔

په وروستیو مهمو بریدونو کې د بنو ایف سي مرکزي دفتر، چمن، او کویټه پېښې ټول د افغان وګړو  له خوا ترسره شوي۔

دا هم باید یادونه وشی چې د دغو بریدونو مسؤلیت د حافظ ګل بهادر او نورو تړلو ډلو پر غاړه اخیستی دی۔

شنونکي وايي، دا شواهد په ډاګه کوي چې د افغانستان له خاورې د ترهګریزو بریدونو خطر لا هم موجود دی، او د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنیتي همکارۍ نشتوالی د سیمه‌ییز ثبات لپاره یو جدي ګواښ جوړېږي، دفاعي څیړنګار وایی چې په داسې وخت کې د دوحه تړون د پیاوړي کولو اړتیا ده او باید منځګړي هیوادونو په افغانستان فشار راوړي چې له افغان خاورې ترهګر اوباسي.

دا هم مهمه ده او باید یادونه وشی چې بیګا د شپې په ټانک کې د جونو پرایمري سکول په بارودي موادو الوځول هم په دې سیمه کې یو ځل بیا په اولس کې د ډار او ویرې لامل جوړ شوې دې  

نورخبرونه

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: اغیزمنو اقلیتي کورنیو سره د مرستې پریکړه

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *