د افغانستان سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان هیواد له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې ده او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې
د افغانستان پلاوي مشري د دې هېواد د امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال او د تاجکستاني پلاوي مشر ښاغلی میرزا زاده عبدالواحد کوله ،دواړو پلایو یوبل هیواد سره په دوه اړخیز اړیکو ټینګولو او قوي کولو ټینګار وکړ
په یاده لیدنه کې د دواړو هیوادونو د پلاوو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې وشوې
په دې موقع ښاغلي نوري صاحب په خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي، نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هیوادونو سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري، نوري صاحب څرګنده کړه
افغان چارواکو اوویل چې ا.ا.ا دمخدره توکوله قاچاق او انساني قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او دقاچاق دمخنیوي په موخه دا.ا.ا دمشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه هم صادر شويدي،نوري صاحب دا راز وویل:د افغانستان اوتاجکستان دګډ سرحد تثبیت به ددواړو هیوادونو دثبات اوامنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي
د راغلي پلاوي په استازیتوب ښاغلي عبدالواحد وویل: افغانستان او تاجکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هیوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي، ښاغلي عبدالواحد وویل: تاجکستان ژمن دی چې له افغانستان سره اقتصادي او په نورو برخو کې اړیکې وغزوي.
نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې تاجکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي
نورخبرونه: افغانستان او ازبکستان د هوایی او ځمکي تجارت لویه هوکړه کړې