تازه خبرونه

افغانستان او ازبکستان د هوایی او ځمکي تجارت لویه هوکړه کړې

پرون د افغان طالبانو نایب وزیراعظم مولا برادر اخوند په یو بیان کې ویلي وو چې افغان سوداګر دې له پاکستان پرته نورې د تجارت لارې اوګوري
افغان طالب چارواکو افغان سوداګرو ته سپارښتنه کړې چې دوی دې پاکستان پرته نورو هیوادونو سره سوداګرۍ لارې اوګوري

افغان سوداګر وایی دوی هڅې پیل کړي نورې لارې اوګوري خو سوداګر وایی دا بدیلې لارې سوداګرو ته د زیان لامل هم جوړیدلې شي

پیښور/کابل:  د افغان طالبنو او ازبکستان حکومت یوبل سره ستر هوایي او ځمکنی کوریډور لاس‌لیک شوې دې  

له پلازمینې  کابل څخه باوري سرچینې وایي، چې د افغانستان نایب وزیراعظم  ملا برادر ازبکستان سره د هوایي او ځمکني کوریډور ستر تړون لاسک‌لیک کړی دی، چې دا به د سوداګرۍ لوی بهیر پیل کړي، برادر پرون یو بیان کې په افغان سوداګرو غږ کړې وو چې له پاکستان پرته دې نور هیوادونو سره سوداګرۍ پیل کړي  

سرچینې زیاتوي؛ دا تړون لا اعلان شوی نه دی، خو ټاکل شوې چې د یوې مهمې غونډې په ترڅ کې اعلان شي.

دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې دا خبرونه په داسې وخت کې راغلي دي  چې افغان حکومت پاکستان سره د هر ډول سوداګرۍ او ټرانزیټ پرېکون اعلان کړې دې ، وړمه ورځ له مولانا برادر لوري یو بیان خپور شوې وو چې له افغان سوداګرو ی غوښتی وو چې نورو هیوادونو سره دې د سوداګرۍ لپاره اړیکې ټینګې شي او د سوداګرۍ دې نور لارې ولټول شي  

نورخبرونه:   افغان سوداګردې نورو هیوادونو سره د تجارت لارې ولټوي: ملا برادر اخند

Related Articles

د عملیاتو “غضب للحق” تازه جګړه کې افغان طالبانو ته سخت جاني او مالي زیان رسېدلی؛ تر ۴ مارچ پورې ۴۸۱ جګړه ماران وژل شوي او سلګونه پوځي پوستې تباه شوي دي

March 5, 2026

غیر تصدیق شوي راپورونه وایي چې ځینې مشران د خپلو کورنیو سره خوندي سیمو ته تللي دي

March 5, 2026

مخکې د لوړې محکمې قاضي رچرډ اسپیرمین په هتک عزت دوسیه کې د بریګیډیر (ر) راشد نصیر په حق کې فیصله کړې وه

March 5, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *