تازه خبرونه

افغانستان او تاجکستان  هوکړه کړې چې سرحدي ستونزې په تفاهم هواروي

له تاجکستان څخه یو پلاوي د افغانستان سرحدونو او قومونو چارو وزیر سره مهمه لیدنه کړې ده او په مهمو ټکو ی خبرې کړي
پاکستان لوري د افغانستان کډوالو پر مخ سرحد پرانستلې دې

د افغانستان سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزیر او د سرحدونو د تثبیت چارو کمېسیون مشر ملا نورالله نوري د یوه پلاوي په مشرۍ د تاجکستان هیواد له راغلي پلاوي سره لیدنه کړې ده او په یو شمیر مهمو ټکو ی ورسره ټینګار کړې دې

د افغانستان پلاوي مشري د دې هېواد د امنیت دولتي کمېټې د سرحدي ځواکونو لومړي مرستیال او د تاجکستاني پلاوي مشر ښاغلی میرزا زاده عبدالواحد کوله ،دواړو پلایو یوبل هیواد سره په دوه اړخیز اړیکو ټینګولو او قوي کولو ټینګار وکړ

په یاده لیدنه کې د دواړو هیوادونو د پلاوو تر منځ د امنیت، د اړیکو پراختیا، سرحدي ستونزو او د ګډ سرحد د تثبیت په اړه خبرې وشوې

په دې موقع ښاغلي نوري صاحب په خبرو کې وویل: دا د خوښۍ ځای دی چې افغانستان او تاجکستان د اړیکو په برخه کې مثبت ګامونه اخلي، نوموړي زیاته کړه د افغانستان اسلامي امارت هڅه کوي چې د نړۍ له ټولو هیوادونو  سره اقتصادي، سیاسي او دوستانه اړیکې ولري، نوري صاحب څرګنده کړه

افغان چارواکو اوویل چې ا.ا.ا دمخدره توکوله قاچاق او انساني قاچاق څخه په جدي توګه مخنیوی کوي او دقاچاق دمخنیوي په موخه دا.ا.ا دمشرتابه امیرالمؤمنین حفظه الله فرمانونه هم صادر شويدي،نوري صاحب دا راز وویل:د افغانستان اوتاجکستان دګډ سرحد تثبیت به ددواړو هیوادونو دثبات اوامنیت په برخه کې ګټور رول ولوبوي

‏د راغلي پلاوي په استازیتوب ښاغلي عبدالواحد وویل: افغانستان او تاجکستان ژبنیز، دیني او ګډ مشترکات لري او د دواړو هیوادونو ولسونه د امن غوښتونکي دي، ښاغلي عبدالواحد وویل: تاجکستان ژمن دی چې له افغانستان سره اقتصادي او په نورو برخو کې اړیکې وغزوي.

نوموړي زیاته کړه، موږ هیله لرو چې  تاجکستان او افغانستان به په ګډه د سرحد په اوږدو کې شته ستونزې د تفاهم له مخې حل کړي او په دې برخه کې به خپلو مرستو او همکاریو ته دوام ورکړي     

نورخبرونه: افغانستان او ازبکستان د هوایی او ځمکي تجارت لویه هوکړه کړې

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *