تازه خبرونه

باجوړ کې د داعش خراسان قوماندان له منځه وړل شوې

پاک افغان سرحد سره څیرمه سیمه ضلع باجوړ کې د داعش ډلې کمانډر “ادريس” د استخباراتي عملياتو پر مهال ووژل شو

1 min read

د خیبر پښتنونخوا په کوزو سیمو کی ترهګریز بریدونه زیات شوي او خلک ی اندیښمن کړي دي

د خیبر پښتونخوا په بیله بیلو سیمو کې د ترهګري پیښې زیاتې شوي خو امنیي ځواکونه وایی دوی ژمن دې چې ترهګري به له منځه وړي

November 10, 2025

اسلام آباد:  داعش خراسان څانګې،آیی ایس کې ایس،  پورې اړوند سرچينو د خپل وژل شوي قوماندان ضياءالدين ابراهيم، چې د “ادريس” په نوم هم پېژندل کېده، ژوندليک خپور کړی دی. د امنيتي سرچينو په وينا، د هغه اصلي نوم عرب خان وو ،او د څو هدفي وژنو او ترهګريزو حملو د تنظيم او اجرا ذمه وار  بلل شوی دی

سرچينې وايي، ضياءالدين د تحريک انصاف د مشر ریحان ذيب، د عوامي نېشنل پارټۍ د مشر مولانا خان ذيب، د ناواګۍ اسسټنټ کمشنر فيصل سلطان او يو شمېر نورو دولتي چارواکو د وژنو په پېښو کې ککړ وو. ويل کېږي چې هغه زياتره وخت د تحريک طالبان پاکستان  له غړو سره په ګډه عمليات کول

د پاکستاني امنيتي سرچينو د معلوماتو له مخې، ضياءالدين د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۳۰مه نېټه د پاکستاني استخباراتي ادارو له‌خوا په هدفی عملياتو کې د باجوړ د کوسر سيمې په شاوخوا کې ووژل شو

د داعش خراسان اړوندو سرچينو په وينا، ضياءالدين د باجوړ د ماموند تحصيل اوسېدونکی و. هغه په لومړيو کې د تحريک طالبان پاکستان  د وسله‌والو  سره يو ځای شو او د پاکستاني امنيتي ځواکونو پر ضد حملو کې ی برخه واخيسته. وروسته له خپلې کورنۍ سره افغانستان ته واوښت او د کنړ ولايت د سرسبز سيمې د چوکام کلي کې مېشت شو

د داعش خراسان د جوړېدو وروسته، هغه له خپلو څلورو وروڼو سره يو ځای د دې ډلې برخه شوه. د راپورونو له مخې، د هغه وروڼه نورګل، سميع الله، عمران او اکرم په بېلابېلو جګړو کې ووژل شول

ضياءالدين وروسته د افغان امنيتي ځواکونو له‌خوا ونيول شو او بندي شو. نوموړی لومړی په ننګرهار زندان کې بندي و، خو وروسته پل چرخي او بګرام زندانونو ته ولېږدول شو. د طالبانو د واکمنۍ له بيا ټينګېدو وروسته (په ۲۰۲۱ کال کې) هغه له زندانه خوشې شو او د داعش خراسان (يا د طالبانو د مشرتابه) د امر له مخې بېرته باجوړ ته ستون شو.

فعاليتونه او مرګ

په باجوړ کې، ادريس د پوليسو، پوځیانو، د جمعيت علمای اسلام د غړو، د جاسوسۍ تورن کسانو، قبايلي مشرانو، انتخاباتي کانديدانو او ځينو مذهبي شخصيتونو پر ضد بريدونو کې فعال رول درلود. د امنيتي چارواکو په وينا، هغه د څو مياشتو څارنې او استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د يو ځانګړي عملياتو پر مهال وژل شوی دی.

باید یادونه وشي چې د ضياءالدين ابراهيم د وژل کېدو وروسته، د داعش خراسان ډلې تر اوسه رسمي غبرګون نه دی څرګند کړی

نورخبرونه: قبایلي سیمه سورغر کښې د داعش خراسان کمانډر وژل شوې

Related Articles

د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج الدین حقانی د پاکستان امنیتي اندېښنې د ۹/۱۱ وروسته د امریکا له دریځ سره پرتله کړې

December 13, 2025

د پیښور دې برید په اړه پلټنی ښیې ځانمرګي بریدګر د یوې ناقانونه ترهګرې ډلې غړي وو او د برید نه مخکې یې څو ورځې په پېښور کې تېرې کړې وې

December 13, 2025

د افغانستان په کندوز کې د قامي مقاومت محاذ په دې برید کې یو بل تن ټپی شوې دې، شنونکي وايي د افغانستان امنیتي وضعیت لا مخ په زیاتی روان دی

December 13, 2025

ملګروملتونو په څرګندونو کې دعوی شوی چی د پی ټی آئی مشر عمران خان په بند کې د جسماني او حساسي ستونزو سره مخ دی خو حکومت وایی دا بیان قانوني پلټنه او کوم تصدیق نه لري

December 13, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *