تازه خبرونه

پاکستان افغان حکومت څخه ښکاره غوښتي چې افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي: اسحاق ډار

د افغان حکومت څلور کاله وشول خو په دې وخت کې افغانستان کې د تاوتریخوالي او تشدد پیښې زیاتې شوي: اسحاق ډار

1 min read

پاکستان مرستیال وزیراعظم ډار له افغان حکومت غوښتي چې افغان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي

د پاکستان مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار ویلي دي چې هیله لري چې افغان حکومت سره به د ۶ نومبر خبرو کې پرمختګ وشي

November 5, 2025

 د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وړمه ورځ د سینیټ غونډ ته په خپله وینا کې وویل چې له افغان عبوري بهرنیو چارو  وزیر امیر خان متقي ته ی په ښکاره ټکو کې بیا بیا ویلي دي چې  موږ له تاسو یوازې یوه خبره غواړو او هغه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي

مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار د سېنېټ په غونډه کې وویل چې تیره ورځ امیر خان متقي له هغه سره شپږ ځله له ټیلیفون لارې اړیکه نیولې او هغه ته یې واضح پیغام ورکړی. ډار زیاته کړه چې هغه متقي ته ویلي چې “موږ له تاسو یوازې همدا یو غوښتنه لرو چې  ستاسو خاوره دې د پاکستان پر ضد د استعمال لپاره نه کارول کیږي

اسحاق ډار یادونه وکړه چې کله په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل، پاکستان په لومړیو کې ورته د نږدېوالي نیت وښود ، پاکستان لوری وویل شو چې موږ د یو پیالې چاي څښلو  لپاره راغلي یو   خو هغه پېاله وروسته مونږ لپاره ډیره ګرانه پریوتله، زیاته ی کړه  باید داسې تېروتنې بیا تکرار نشي.

نائب وزیراعظم وویل چې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته څلور کاله د دواړو هېوادونو ترمنځ هیڅ رسمي فعالیتونه نه وو،ډار زیاته کړه چې په داسې وخت کې هغه افغانستان ته لاړ او د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې او تړونونه وکړل او یو روښانه غوښتنه یې مطرح کړه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد و نه کارول شي

ډار څرګنده کړه چې په بدبختۍ سره په افغانستان کې اوسنی نظام کې تشدد ورځ تر ورځ زیات شوې، نوموړي زیاته کړه چې  پاکستان پریکړه کړې  چې موږ تر آخره پورې مبارزه کوو، نوموړي هیله څرګنده کړه چې د نومبر په ۶مه د خبرو اترو بهیر پرمختګ وکړي

هغه همداراز وویل چې په کور دننه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګڼ عملیات ترسره شوي او تر ۲۰۱۸م کال پورې د دغو عملیاتو له امله د ترهګريزو بریدونو کچه راټیټه شوې ده

د خپلې وینا په آخر کې  اسحاق ډار د پنجاب د علماوو لپاره د پیسو د ویش په اړه راپورونو ته اشاره وکړه او ویې ویل که دا رښتیا وي چې علماوو ته لس زره یا پنځه ويشت زره ورکړل شوي، نو دا خبره خواشینونکې ده

نورخبرونه : افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول: نوې ثبوت او شواهد مخې ته راغلي

Related Articles

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

په افغان چارواکو به د مالي او سفری بندیزونو نوې تګلاره پر طالبانو فشار زیات کړي او د وسلو پر لېږد هم بشپړ بندیز لګوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *