د پاکستان مرستیال وزیراعظم او د بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار وړمه ورځ د سینیټ غونډ ته په خپله وینا کې وویل چې له افغان عبوري بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته ی په ښکاره ټکو کې بیا بیا ویلي دي چې موږ له تاسو یوازې یوه خبره غواړو او هغه دا ده چې د افغانستان خاوره باید د پاکستان په ضد و نه کارول شي
مرستیال وزیراعظم اسحاق ډار د سېنېټ په غونډه کې وویل چې تیره ورځ امیر خان متقي له هغه سره شپږ ځله له ټیلیفون لارې اړیکه نیولې او هغه ته یې واضح پیغام ورکړی. ډار زیاته کړه چې هغه متقي ته ویلي چې “موږ له تاسو یوازې همدا یو غوښتنه لرو چې ستاسو خاوره دې د پاکستان پر ضد د استعمال لپاره نه کارول کیږي
اسحاق ډار یادونه وکړه چې کله په ۲۰۲۱ کال کې طالبان واک ته ورسېدل، پاکستان په لومړیو کې ورته د نږدېوالي نیت وښود ، پاکستان لوری وویل شو چې موږ د یو پیالې چاي څښلو لپاره راغلي یو خو هغه پېاله وروسته مونږ لپاره ډیره ګرانه پریوتله، زیاته ی کړه باید داسې تېروتنې بیا تکرار نشي.
نائب وزیراعظم وویل چې د طالبانو د حکومت تر راتګ وروسته څلور کاله د دواړو هېوادونو ترمنځ هیڅ رسمي فعالیتونه نه وو،ډار زیاته کړه چې په داسې وخت کې هغه افغانستان ته لاړ او د افغان حکومت له مشرانو سره یې خبرې او تړونونه وکړل او یو روښانه غوښتنه یې مطرح کړه چې د افغانستان خاوره دې د پاکستان پر ضد و نه کارول شي
ډار څرګنده کړه چې په بدبختۍ سره په افغانستان کې اوسنی نظام کې تشدد ورځ تر ورځ زیات شوې، نوموړي زیاته کړه چې پاکستان پریکړه کړې چې موږ تر آخره پورې مبارزه کوو، نوموړي هیله څرګنده کړه چې د نومبر په ۶مه د خبرو اترو بهیر پرمختګ وکړي
هغه همداراز وویل چې په کور دننه د ترهګرۍ د ختمولو لپاره ګڼ عملیات ترسره شوي او تر ۲۰۱۸م کال پورې د دغو عملیاتو له امله د ترهګريزو بریدونو کچه راټیټه شوې ده
د خپلې وینا په آخر کې اسحاق ډار د پنجاب د علماوو لپاره د پیسو د ویش په اړه راپورونو ته اشاره وکړه او ویې ویل که دا رښتیا وي چې علماوو ته لس زره یا پنځه ويشت زره ورکړل شوي، نو دا خبره خواشینونکې ده
نورخبرونه : افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول: نوې ثبوت او شواهد مخې ته راغلي