تازه خبرونه

افغان خاوره د پاکستان په ضد کارول: نوې ثبوت او شواهد مخې ته راغلي

په یو لیک کې انکشاف شوې چې افغان طالبانو ډ ټي ټي پي جنګیالو ته امر کړې چې دوی له باجوړ لارې پاکستان ته داخل شي ترڅو دوی بریدونه ترسره کړي
په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په سیمو کې له افغان خاورې د ټي تي پي لوری بریدونه زیات شوي دي

د ترکیه ا ردو په نامه ایکس پاڼه باندې دا لیک خپور شوې دې چې پکې افغان طالبان یو کمانډر ابوبکر عرف عمر افریدي له دنده ورکړې چې پاکستان ته داخل شي

پېښور: د امارت اسلامي افغانستان له لوري د پاکستان پر ضد د کالعدم تحريک طالبان پاکستان   د ملاتړ او همکارۍ کولو په اړه لوی ثبوت او شواهد مخې ته راغلي دي. د باوري سرچينو له مخې، د افغان استخباراتو يو ليک څرګندوي چې د افغانستان ځينې چارواکي د ټي ټي پي  يو مهم غړی ابوبکر عرف عمر آفريدي او د هغه ۲۵ ملګري د پاکستان قبایلي سيمې باجوړ ته د داخلېدو لپاره لارښوونې کړې دي.

د ترکي خبري اژانس “ترکیه اردو” په خپل راپور کې دعوه کړې چې دا ليک د امارت اسلامي د استخباراتو له خوا صادر شوی، او پکې په څرګنده توګه ليکل شوي چې د تحریک طالبان پاکستان  جنګيالو ته د پاکستاني پولو دننه د ځانګړو ترهګريزو عملياتو ترسره کولو اجازه ورکړل شوې ده.

سرچينو دا هم ويلي چې دغه ليک د افغانستان د شمالي ولايت کنړ څخه صادر شوی، او پکې طالب کمانډرانو ته امر شوی چې ابوبکر آفريدي او د هغه ملګرو ته ټولې اړينې اسانتياوې برابرې کړي، څو هغوی پرته له کوم خنډه د پاکستان قبایلي سيمو ته ورسېږي.

د پاکستان امنيتي شنونکو دا پرمختګ “ډېر د اندېښنې وړ” بللی، او زياته کړې يې ده چې دا کار د هغه ژمنې ښکاره سرغړونه ده چې امارت اسلامي د افغانستان له خاورې د ترهګرۍ د نه کارونې په اړه کړې وه.

دا انکشاف په داسې وخت کې شوی چې د پاکستان او افغانستان تر منځ په وروستيو اوونيو کې اړيکې تر پخوا زياتې ترینګلې شوي دي، په ځانګړي ډول د سرحدي ترهګرۍ، د افغان کډوالو د ستنېدو، او د متقابل اعتماد د کموالي په اړه د پاکستان او افغان طالبانو حکومت ترمنځ اړیکې خرابې شوي دي

سره له دې چې د دوحې او استنبول د خبرو له امله اوس مهال يو ډول اوربند ډوام لری  خو د دې ډول پېښو راښکاره کېدل د سولې د روانو هڅو او راتلونکو مذاکراتو لپاره جدي ګواښ ګڼل کېږي

شنونکي وايي که د امارت اسلامي په صفونو کې  رښتيا هم داسې عناصر شته چې د کالعدم ټي ټي پي  ملاتړ کوي، نو دا به نه يوازې د پاکستان، بلکې پخپله د افغانستان د امنيت لپاره هم په یو ډیر یو لوی زیان تمام شي ځکه دا کار به په سیمه کې د نوې ترهګرۍ څپه رامنځته کړي

پاکستاني چارواکو د پخوا وخت په څیر  يو ځل بيا له افغان حکومت څخه غوښتنه کړې چې خپله خاوره د هر ډول ترهګرې ډلې له استفادې وساتي، او د دوه اړخيزو امنيتي تړونونو پوره عملي کول باوري کړي ، د افغان طالبان حکومت له لوری دې لیک په اړه هیڅ کوم غبرګون مخې له نه دې راغلې

نورخبرونه

د ټي ټي پي پخوانۍ نایب امیر قاري امجد په باجوړ کې له منځه وړل شوې

ناقانونه ګرځولې شوې ډلې ټي ټي پي په تیراه کې فعالیتونه

Related Articles

مودي به تر کومه د پاکستان ضد احساساتو پر بنسټ خلک استحصالوي؟ تاوتریخجنه بیانیه نفرت او ستونزې زیاتوي—نرېندرا مودي دې د سولې لاره خپله کړي

April 19, 2026

د خیبر پښتونخوا صوبایي وزیر مینا خان ویلي چې د محمود خان اچکزی له مشورې سره به چارې مخکې بوتلل شي او د مردان د جلسې په اړه احکامات د عمران خان له لوري ورکړل شوي دي

April 19, 2026

د ایشیا ټایمز د راپور له مخې، د هند لومړي وزیر نرېندرا مودي د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره په خبرو کې ډېره پاملرنه د تیلو او د رسد چارو ته اړولې وه، په داسې حال کې چې پاکستان د سیمې د سولې لپاره فعالې ډیپلوماټیکې هڅې جاري ساتلې دي

April 19, 2026

د ایران د سپریم ملي امنیت شورا په خپل بیان کې تایید کړې چې د پاکستان د منځګړیتوب له لارې د امریکا نوې وړاندیزونه ترلاسه شوي، چې اوس ایران پرې غور کوي او تر اوسه یې کوم رسمي ځواب نه دی ورکړی

April 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *