تازه خبرونه

  افغانستان ته واپس تلونکو افغان کورنیو پر مخ تورخم پوله  خلاصیږي

په تورخم کې سرکاري سرچینو تاید کړې چې د تورخم اړوند ادارو کارکوونکو ته لارښوونه شوې چې سبا حاضر شي
د افغانستان طالب چارواکي و وایی دوی په سرحدي سیمو کې افغان کډوالو لپاره کمپونه او مرکزونه جوړ کړي دي

افغانستان سره د پاکستان ټولې سرحدي لارې د سوداګرۍ پر مخ تړلي خو له پاکستان لوري افغان کډوالو پر مخ خلاصې دي

پاک افغان پوله تورخم به سبا په ۱ لومړۍ نیټه د نومبر میاشتې د افغان مهاجرنیو پر مخ پرانستل شي، د پاکستان کسټم هاوس  یو اهلکار نن د خالي په ورځ د یو واټس اپ مسج له لارې اړوند اهلکارو ته لارښوونه کړې چې سبا تورخم ته حاضر شي

د افغانستان په لور تورخم کې د افغان سرحدي پولیسو ویاند هم یو مسج خپور کړې سبا د تورخم سبا ورځ یواځې د کډوالو (مهاجرینو) لپاره بېرته پرانیستل کېږي، په دې مسج کې وایی چې افغان هیوادوال او مسافرین دې تورخم ته سفر نه کوي، ځکه د پاکستان لورې له قوله دروازه دا مهال یواځې د مهاجرینو لپاره پرانیستل کېږي دلته مهمه ده او باید یادونه وشی چې د پاکستاني چارواکو ترمخه کله چې د ۱۰ او ۱۱م د اکتوبر د شپې ناوخته افغان لوري د پاکستان په سرحدي سیمو بمباري وکړو نو پاکستان هم دې ته سخت غبرګون وښودلو او په افغانستان کې ی د ترهګرو مرکزونه په نښه کړل او یو شمیر ترهګر ی له منځه یوړل، د افغانستان لوري برید په غبرګون کې پاکستان په ۱۲ م د اکتوبر خپل ټول سرحدونو د مسافرو تګ راتګ او تجارتي هلو ځلو په مخ وتړل اونن ۲۰مه ورځ باندې هم پوله تړل شوي

نورخبرونه

 افغانستان لوري برید: پاکستان خپل ټول سرحدونه د احتجاج په توګه وتړل

Related Articles

د پاکستان اقتصاد، انرژۍ اړتیاوې، مالي اړیکې، کاري ځواک او سفارت اوس له منځني ختیځ او لوېدیځې اسیا سره ډېر تړلي دي او نړیوالې ادارې یې پراخ چوکاټ کې ګوري

April 19, 2026

صهیونیستي اجنټ امجد طه د ایران ضد پروپاګند کې د پاکستان بحري بېړۍ تګ راتګ ته سمندري ترهګري ویلي

April 19, 2026

میاشتنی لږ بدلونونه د روغتیايي نظام ښه والي، د ټېسټ اسانتیاوو، پوهاوي کمپاینونو او د پېښو د ښه پېژندنې نتیجه ده

April 19, 2026

د اسلام آباد میريټ هوټل مېلمنو ته ویل شوي چې هوټل خالي کړي، حکومت مهمې غونډې لپاره نیولی دی

April 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *