تازه خبرونه

د سعیدالله ویډیو: د افغان استخباراتو  جعلي ویډیو بربنډه شوې

د افغانستان استخباراتي ادارې ناکامې هڅې کوي چې جعلي ویډیوګانو له لارې پاکستان بدنام کړي
د پاکستان لوري ملګري ملتونو کې بیا بیا په افغانستان کې فعالې ترهګرو ډلو په اړه روښانه دریځ وړاندې کړې شوې

په دې غونډه کې ترهګرۍ ته هڅولو، ترهګري خپرولو او د سایبري امنیتي ګواښونو په اړه خبرې اترې شوي دي

په وروستیو ورځو کې د افغان ټولنیزو شبکو یوه ویډیو خپرولو وروسته ډېر بحثونه راپارولي دي. په دې ویډیو کې یو تن، چې ځان “سعیدالله” معرفي کوي، پر پاکستان د ترهګرو د روزنې تور پورې کوي. خو د ویډیو د منځپانګې تضادونه او د حقایقو ناسم انځور د افغان استخباراتي ادارو اعتبار ته لا زیان رسولی دی.

د سرچینو په وینا، دا ویډیو هغه مهال خپره شوه کله چې په فرانسوي ښار کې د یوه افغان ترهګر “صدام” د مړینې په اړه د تعزیت غونډه جوړه شوه. د دغې غونډې انځورونه او ویډیوګانې چې خپرې شوې، افغان چارواکي وارخطا شول او د عامه پام اړولو لپاره یې په بیړه یوه جوړه شوې جعلي ویډیو خپره کړه.

په ویډیو کې “سعیدالله” ځان د مہمند اوسېدونکی بولي، وايي چې په پېښور کې یې زده‌کړې کړي او بیا د ترهګرۍ د روزنې لپاره کوټې ته تللی دی. خو د امنیتي او جغرافیایي چارو کارپوهان دا خبره بې‌اساسه بولي، ځکه د کوټې شاوخوا سیمې ډېرې ګڼه ګوڼه لرونکې دي، د سیلانیانو، موټرسایکل ځغلوونکو او جیپ ریسونو لپاره مشهوره دي، او هلته د کوم پټ روزنیز کمپ شتون ناشونی دی.

لشکر طیبه: د پاکستان بدنامولو ناکامه هڅه

تر دې هم عجیبه دا ده چې په افغان پروپاګنډا کې هڅه شوې “لشکر طیبه” هم د دې کیسې برخه وګرځول شي، حال دا چې دغه ډله له ۲۰۲۲ کال راهیسې ناقانونه اعلان شوې ده او د هغې ایجنډا یوازې د کشمیر ازادۍ پورې محدود و،ددې ډلې فعالیتونه د افغانستان یا لوېدیځ پاکستان سره تړاو نه درلودل

سیاسي شنونکي وایي، دا ټول کمپاین د افغان استخباراتو هغه هڅه ده چې د خپلو “هندي شریکانو” له ایجنډا سره سم، پر پاکستان د روانې رواني جګړې برخه جوړوي.

د طالبانو د شبکو تبلیغاتي هڅې

د ډس‌انفو واچ راپور له مخې، د اکتوبر له ۲۹مې وروسته د طالبانو پورې اړوند ګڼ افغان سوشل ميډيا پاڼو باندې د جعلي ویډیوګانو او د مصنوعي ذکاوت له لارې جوړو شوو کلیپونو خپرول پیل کړي دي. د دغو موادو موخه دا ده چې پاکستان د یو ترهګر هیواد په توګه وښيي او د کابل د ترهګرو پر کنټرول کې پاتې راتګ پټ کړي.

په دغو ویډیوګانو کې یوه “المرصاد” تر عنوان لاندې هم دې  پلاتفورم له خوا خپره شوې ده. دغه پلاتفورم تر دې وړاندې هم د طالبانو د “اطلاعاتي عملیاتو” برخه پاتې شوی. د کارپوهانو په باور، ویډیو کې ښودل شوی کس ښايي یو افغان کډوال وي، چې زړه یا باطل شوي پاکستانی پېژندپاڼه لري، او د پروپاګنډا لپاره ترې استفاده شوې.

راپور زیاتوي، دا ټول منظم تبلیغاتي کمپاین د استانبول مذاکراتو له ناکامۍ وروسته د پاکستان پر ضد د بیانیې د بدلولو او د داخلي فشارونو د کمولو هڅه ده.

د “سعیدالله” جعلي ویډیو او ورسره تړلي کلیپونه دا ښيي چې د افغان استخباراتو او طالبانو اداره د واقعیت پر ځای د دروغو او جعلي کیسو له لارې د خلکو ذهنونه بدلوي خو په عین وخت کې، د افغان ترهګرو د فعالیتونو روښانه شواهد نړیوالو ته څرګندېږي، او کابل اداره د خپل ولس او نړۍ دواړو د تېرایستلو ناکامه هڅه کوي.

https://web.facebook.com/share/p/19yMEEqHsa

نورخبرونه

دافغانستان اړوند  استخباراتي ادارې  سوشل میډیا پاڼو باندې د پاکستان په ضد پروپیګنډه پیل شوې

د پاکستان ضد د نړیوالو استخباراتي ادارو ګډ کمپاین

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *