تازه خبرونه

پاکستان او افغانستان ترمنځ استنبول کې مذاکرات کامیاب شوي

پاکستان او افغانستان د ترکي او قطر په منځګړتوب په دې هوګړه کړې ده چې دوی به ډزبندۍ ته دوام ورکوي

1 min read

د پاکستان او افغانستان ترمنځ خبرې اترې له ۲۵ م اکتوبر څخه پیل شوې وې

د ترکي او قطر په منځګړتوب به د نومبر په ۶مه استبول کې د لوړې سطح په غونډه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ راپیښې شخړې ته بشپړه کتنه شی او یو بشپړ میکانیزم به جوړ شي

October 31, 2025

د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوريت ترمنځ د ترکيې مذاکرات په برياليتوب سره  پای ته ورسېدل او دواړو ګاونډي هیوداونو په مکمل اوربند باندې اتفاق کړې دې

د افغانستان اسلامي امارت او د پاکستان اسلامي جمهوريت ترمنځ هغه مذاکرات چې د ترکيې او قطر د منځګړتوب او غوښتنې پر اساس په استانبول کې ترسره شوي وو، د بریالیتوب او مثبت پرمختګ سره پای ته ورسېدل،د دغو مذاکراتو موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د وروستي اوربند د پیاوړتیا او د باور فضا د جوړېدو هڅه وه

د افغانستان اسلامي امارت دریځ

د افغانستان د اسلامي امارت ویاند په يوه اعلاميه کې ویلي دي چې اسلامي امارت تل باور لري چې شخړې او اختلافات بايد د ديپلوماسۍ او مفاهمت له لارې حل شي. ده زياته کړه چې همدې هدف ته په کتو يو جامع او مسلکي پلاوی د مذاکراتو لپاره ټاکل شوی و او دې خبرو په  همکارۍ سره څو ورځې دوام وکړ

ویاند زياته کړه چې اسلامي امارت غواړي له ټولو ګاونډيو هېوادونو سره ښه، متقابل درناوی لرونکي، او بې‌مداخلې اړيکې وساتي.په اعلامیه کې  ویل شوي چې افغانستان  د پاکستان سره اصولو پر بنسټ مثبت او سوله‌ييزې اړیکې غواړي، ویاند په اعلامیه کې ویلي چې له پاکستان سره هم مثبتې اړيکې غواړي او د دوه اړخیز درناوي، کورنيو چارو کې نه لاسوهنې او چاته د ګواښ نه رامنځ ته کولو په اصولو ولاړو روابطو ته ژمن دی

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت اعلاميه

د ترکيې د بهرنيو چارو وزارت د مذاکراتو له پای وروسته په خپل بيان کې ویلي دي چې دا پينځه ورځني مذاکرات د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۲۵مې تر ۳۰مې نېټې پورې د استانبول په ښار کې ترسره شول. په اعلامیه کې وایی چې ددې مذاکراتو موخه دا وه چې د دوحې په خبرو ،۱۸–۱۹ م اکتوبر باندې شوې د اوربند هوکړه نوره هم ټينګه او باوري کړې شي

د اوربند تسلسل او راتلونکی ګام

په اعلاميه کې ويل شوي چې ټول لوري د اوربند د دوام په اړه پر يو ګډ موقف سلا شوي دي او هوکړه ی کړه ده خو د عملي کولو تفصيلات او کړنلاره به د ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۶مه نېټه د استانبول په راتلونکې غونډه کې د لوړې سطحې په غونډه کې ترخبرو لاندې راشي

د ترکيې او قطر لوري د پاکستان او افغانستان ستاینه

د ترکيې او قطر استازو د دواړو هېوادونو فعاله ګډون وستایه، او دا یې یو مهم پرمختګ وباله.هغوی ژمنه وکړه چې د دوامدارې سولې او ثبات د رامنځته کولو لپاره به د افغانستان او پاکستان ترمنځ همکارۍ او ملاتړ ته به  دوام ورکړي

نورخبرونه

پاکستان کې بعضې کړۍ جنګ ته لمن وهي او دا ښه نه کوي: سیراج الدین حقاني

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

 داسې ښکاري چې طالبان د بل چا په ایجنډا عمل کوي

Related Articles

د پاکستن پوځ سرلښکر نن پیښور ته سفر وکړو، قبایلي مشرانو سره ی ولیدل او د پاکستان لپاره ی د قبایلي سیمو مشرانو او اولس قربانۍ په درنو ټکو کې وستایلې

October 30, 2025

د افغان طالبانو د کورنیو چاورو وزیر سراج الدین حقاني د یوې غونډې ګډون والو ته وینا کې ویلي دي چې اور لګول آسان کار دې خو وژنه ی ډیر سخت کار دې

October 30, 2025

کالعدم تحریک طالبان پاکستان پخوانۍ نایب امیر امجد عرف مزاحم کوم چې د امریکا لوري هم نړیوال ځانګړي ترهګر په توګه نومول شوې وو، د سیکوریټي ځواکونو په اپریشن کې له منځه وړل شوې دې

October 30, 2025

چابهار بندر له لوري هند کولې شی په ډیره اسانه خپل تجارتي توکي افغانستان او بیا منځنۍ آسیا ته انتقال کړي

October 30, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *