تازه خبرونه

پاکستان کې بعضې کړۍ جنګ ته لمن وهي او دا ښه نه کوي: سیراج الدین حقاني

د افغان طالبانو د کورنیو چاورو وزیر سراج الدین حقاني د یوې غونډې ګډون والو ته وینا کې ویلي دي چې اور لګول آسان کار دې خو وژنه ی ډیر سخت کار دې
پاکستان کله هم دې ته تیار نه دې چې د خپل قومي امنیت او د وګړو په ساتنه کوم جوړجاړې وکړي

پاکستاني لوړ پوړه چارواکو د افغانستان چارواکو مخې ته څو څو ځل افغان خاوره پاکستان پر ضد کارولو ثبوته او شواهد وړاندې کړي دي

 ‏د افغانستان د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د اوروژنې رياست د کارکوونکو د ښوونیز سمينار په پای کې ګډون والو ته وینا کړې ده  او د پاکستان او افغانستان ترمنځ په روان کړکیچ او یو شمیر نور مهمو موضوعاتو ی ټنیګار کړې دې

د کورنیو چارو وزیر خلیفه سراج‌الدین حقاني د دې وزارت د اوروژنې او پېښو مخنيوي ریاست د کارکوونکو د جوړ شوي ښوونيز سمينار د پای غونډې په مراسمو کې ګډون وکړ

د وینا پر مهال حقاني د پېښو د مخنيوي په برخه کې د اوروژنې ریاست د کارکوونکو هڅې وستايلې او ويې ويل، دوی تل د پېښو مخنيوي او د وضعيت کنټرول لپاره خپل مسؤلانه او دوامداره هڅې ترسره کړې دي

هغه زیاته کړه چې  ستاسې وظیفه د اور او لوګي مقابله ده، دا کار رښتیا هم خورا سخت دی. اور بلول آسانه دي، خو که له کنټروله ووځي، وژل یې خورا سخت کار دی. ټینګار ی وکړه چې موږ ته یې هم شل کاله وطن لکه تنور داسې کړ، وجنګېدو، وسوځېدو او د دې اور او سکروټو په مانا پوهېږو. ځکه خو مو توقع دا ده چې هېڅوک اور ته لمن ونه وهي. په دې وروستیو کې چې وضعیت څنګه روان دی، زموږ په ګاونډ پاکستان کې چې کوم ډول تبلیغات کېږي، بې باکانه دي. موږ سره مسلمان، ورونه او ګاونډي ملکونه یو، خو هلته ځیني کسان په آګاهانه، یا نا آګاهانه توګه اور او جنګ ته لمن وهي

هغه زیاته کړه او ټینګار ی وکړه چې موږ په دې پوهېږو چې د پاکستان د ملت غوښتنه دا نه ده، د علماو او سیاسي مشرانو آرزو یې هم داسې نه ده، افغانان چې تر ډېرو سختیو وروسته امن ته رسېدلي، جګړه نه غواړي. هغه اوویل چې  هلته ځیني کسان شته چې حتی د خپل ملت او ملک د منافعو په ضد یو بل مؤمن ملت جنګ ته ورکاږي او یوه اسلامي نظام ته د جګړې ګواښونه کوي

حقاني اوویل چې  افغانان هیله لري چې په سوله کې سره ژوند وکړي، خو که څوک یرغل او تجاوز کوي  نو موږ به له ځان دفاع کوو. زیاته ی کړه چې  موږ ته دا  حاجت نه شته چې څه ووایو، زموږ تاریخ ګواه دې چې د  متجاوز ته د ویلو لپاره ډېر څه لري

نورخبرونه

ایران او افغانستان یوبل ته رانزدې کیږي

چابهار بندر: واشنګټن او نوي ډیلي بندیزونو لرې کولو اعلان کړې

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *