تازه خبرونه

 ضلع کرم کې  د پاکستان په امنیتي ځواکونو ترهګریز برید شوې

په کرم ضلع کې په امنیتي ځواک باندې دې برید کې ۶شپږ اهلکار شهیدان شوي دي

1 min read

په ضلع کرم کې دې برید کې ټپي اهلکار روغتون ته رسول شوي دي

په ضلع کرم کې ددې برید ذمه واري تراوسه کومې وسله والې ډلې په غاړه نه ده اخستې

October 29, 2025

پاک افغان سرحد سره نزدې په کرم ضلع کې پر امنیتي ځواکونو برید کې شپږ سرتېري شهید، ۱۴ ټپیان، د کرم ضلعې د سلطان کلی په سیمه کې د امنیتي ځواکونو پر کاروان وسله‌والو برید کړی، چې په نتیجه کې شپږ سرتېري په شهادت رسېدلي او ۱۴ نور ټپیان شوي دي.

د سرچینو له مخې، برید هغه مهال وشو کله چې د امنیتي ځواکونو یو کاروان د معمول د ګزمې په حال کې و.، په برید کې چاودېدونکی کارول شوي دي  چې له امله یې د ځواکونو موټرونه په بشپړ ډول وسوځېدل.

تر چاودنې وروسته وسله‌والو پر امنیتي ځواکونو ډزې پيل کړې، چې له امله یې جګړه د څو شېبو لپاره روانه وه او حالات نور هم کړکېچن شول.ټپي سرتېري  نږدې روغتون ته انتقال شوي، خو د طبي چارواکو په وینا د ځینو ټپیانو حالت نازک دی.
د پېښې تر وروسته، امنیتي ادارو سیمه کلکه محاصره کړې او د لټون عملیات پیل شوي دي.

  تر اوسه هېڅ یوې ډلې د برید ذمه کالعدم ټي ټي پي  نه ده منلې  خو د لومړنیو شواهدو له مخې، د برید څرنګوالی او د کارونې طریقه د یو ځانګړي وسله‌والې ډلې د لاس‌وهنې په  لور ته اشاره کوي، دا هم باید یادونه وشی چې په قبایلي سیمو کې د یو شمیر ترهګریز او ځانمرګي بریدونه ذمه واري ناقانونه ګرځول شوې ډلې تحریک طالبان پاکستان په خپله غاړه اخستې ده.

نورخبرونه: افغان خاوره له ټي ټي پي لوري د پاکستان په ضد کارول: نوي ثبوتونه او شواهد مخې ته راغلي

Related Articles

د هند حکومت اعلان کړې دې چې په راتلونکې نومبر میاشت کې به فضایی تمرینونه وکړي

October 29, 2025

پرون کالعدم ټي ټي پي په امنیتي ځواکونو برید وکړو او درې اهلکار ی شهیدان کړل

October 29, 2025

افغانستان په کوردننه سمندر نه لري او دې لپاره په پاکستان تکیه کوي، افغانستان او پاکستان ښې اړیکې د دواړو ملکونو په زیاته ګټه تمامیږي

October 29, 2025

د استنبول په مذاکراتو کې د ترکي او قطر چې منځګړي وو، د پاکستان دریځ منلې خو د افغان طالبانو د ضد له امله دا مذاکرات پرته د کومې مثبتې پایلې ته ورسیدل

October 28, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *