تازه خبرونه

د کابل داخلي ګډوډۍ د استنبول مذاکرات ناکام کړل

د استنبول په مذاکراتو کې د ترکي او قطر چې منځګړي وو، د پاکستان دریځ منلې خو د افغان طالبانو د ضد له امله دا مذاکرات پرته د کومې مثبتې پایلې ته ورسیدل
سرچینې وایی چې منځګړي هڅه کوي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ به په استنبول کې د خبرو اترو دویمه غونډه هم راجوړه کړي

د سرچینې ترمخه د افغان طالبانو پلاوي به له کابل او کندهاره لارښوونه اخستله او هم دا ی لامل وو چې د استنبول خبرې بغیر د څه نتیجې ختمې شوې

د استنبول مذاکراتو د ناکامۍ تور پر پاکستاني سفارتکارۍ اچول، مناسب نه دې ځکه چې دا مذاکرت د افغان طالبانو بشپړ واک نه لرلو له امله بغیر د څه پایلې ختم شول، د سرچینو د معلوماتو له مخې، د مذاکراتو د ناکامۍ بنسټیز علت د افغانستان داخلي اختلافات او د امریکا د ضمانت د غیرضروري غوښتنې مسئله وه

د مذاکراتو له پیل سره سم څرګنده شوه چې د افغان طالبانو پلاوی بشپړ واک نه لري، بلکې له قندهار، کابل او خوست څخه ورته بېلابېلې لارښوونې ورکول کېږي.عیني شاهدان وایي چې د پلاوي هر غړی له جلا مرکزونو څخه هدایات ترلاسه کول، او کله ناکله یې د مذاکراتي خونې نه بهر د اړیکو له امله پر پخوانیو پرېکړو هم انکار کاوه.دغه کړنې د متقابل اعتماد فضا زیانمنه کړه او د پرمختګ امکانات یې محدود کړل

مذاکراتو کې یو مهم پړاو هغه وخت رامنځته شو چې د تحریک طالبان پاکستان   پر ضد د اقداماتو په اړه د لیکلې ژمنې خبره نږدې حل ته رسېدله خو له قندهار څخه د یوې نوې لارښوونې په ترلاسه کېدو سره، طالبانو ناڅاپه غوښتنه وکړه چې په دې تړون کې دې امریکا د ضامن په توګه شامل شي

دلته باید یادونه  وشي چې دا غوښتنه نه د ایجنډا برخه وه او نه هم پخوانیو مذاکراتو کې د بحث لاندې راغلې وه، دغه ناڅاپي اقدام نه یوازې د منځګړو بلکې د ټولو ګډونوالو لپاره د حیرانتیا سبب شو

د منځګړو د ارزونې له مخې، د طالبانو دا دریځ د امنیت پر ځای د مالي ګټو د ترلاسه کولو لپاره و. د دوی هڅه دا وه چې دوه اړخیز تړون په درې اړخیز تړون بدل کړي چې پکې امریکا هم شامله وي، څو د هغې له لارې د مالي مرستو دروازې بېرته پرانېستل شي.دا عمل د مذاکراتو اساسي هدف له منځه یووړ او ټول تمرکز یې له سولې څخه پر مالي ګټو واړاوه

په خبرو اترو کې څو ځله هوکړې ته رسیدلي ټکي بېرته د بیا کتنې یا ځنډولو لاندې راغلل.که څه هم ظاهراً مذاکرات روان وو، خو په عملي توګه د موافقې فضا قصداً خنډ شوې.
ماهرینو د طالبانو د دې چلند علت د حکومت دننه سیاسي شخړې او د انفرادي مفاداتو سیالي بللې ده

منځګړو هیوادونو په شخصي توګه پر درې ټکو اتفاق کړی دی، د پاکستان غوښتنې د نړیوالو معیارونو مطابق او جواز لرونکې وې. د افغان پلاوي ناکامي د فني یا تخنیکي ستونزو له امله نه، بلکې د داخلي اختلافاتو پایله وه او د کابل یو اغېزناک سیاسي ډلې  غوښتل چې دا مسئله واشنګټن ته یوسي او د مرستو د بیا پیل هڅې وکړي

دلته مهمه ده او باید یو ځل بیا یادونه وشی چې د اسنتبول مذاکراتو ناکامي د پاکستان سفارتي کومه ستونزه یا ناکامي نه ده بلکي د افغان طالبانو داخلي ستونزه ده چې ددوی پلاوې د بهر څخه کنټرولیدل او ددوی پلاوي غړو به له بهر څخه لارښوونه اخستل کوم چې د خبرو اترو د ناکامۍ لامل شو

نورخبرونه

 داسې ښکاري چې طالبان د بل چا په ایجنډا عمل کوي

دوحه مذاکرات: کله چې یو لوري ځواک وکارول شی نو بیا ډیپلو میسي کارکوي: کارپوهان

Related Articles

د ځایی مشرانو ترمخه د منځني کرمې ضلعې مناتو په ضلع کې د یو هایر سیکنډرې سکول ودانۍ شته کومه چې په بیړني توګه د کیډټ کالج کلاسونو پیل کولو لپاره مناسبه ده

January 28, 2026

د افغان پروپاګنډا سوشل میډیا پاڼو باندې داسې جعلي خبر خپور شوې وو چې پکې ادعاوی شوې وه چې یو پوځي په غزی کې له منځه تللې خو دا دروغ ثابت شو

January 28, 2026

د افغانستان ډیپلوماتیک مامورنیو د شورای په یو بیان کې ویلي دي چې د طالبانو دا نوې قانون له بشري حقونو څخه ښکار سرغړونه ده

January 28, 2026

د قطر هیواد له لوري د پاکستان طب په میدان کې کارکوونکو کسانو لپاره د قطر هیواد د نوې پالیسۍ له مخې، د سي پی ایس پي فېلوشېپونه د قطر د طبي لایسنس سیسټم کې لوړې او غوره کټګورۍ ته منتقل شوي دي

January 28, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *