...

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په مصر کې دروند هرکلې شوې

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په درناوي کې د مصر په وزارت دفاع کې ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو
دفاعي شنوونکي د پاکستان پوخ مشر د مصر سفر ته په ښه نظر ګوري او وایی دې سره به د دواړو هیوادونو اړیکې نور هم پیاوړې شي .

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم د مصر اړوند لوړپوړه چارواکو سره د پاکستان او مصر ترمنځ د همکاریو په سر ټینګار وکړو

اسلام آباد: د پاکستان پوځ سرلښکر فیلډ مارشل سید عاصم منی دا مهال د مصر عرب جمهوریت ته په رسمي سفر تللی دی، له آیی ایس پي لوري خپور راپور کې ویلې شوي دي چې د پاکستان فیلډ مارشل په مصر کې مهمو او لوړپوړه چارواکو سره لیدنې کړي دي

د خپور راپور ترمخه ددې سفر هدف د دواړو ورور ملتونو پاکستان او مصر تر منځ د پوځي همکاریو او دفاعي همکارۍ لا پیاوړې کول دي۔

فیلډ مارشل د مصر د دفاع او دفاعي تولید وزیر جنرال عبدالمجید صقر، او د مصر د وسله‌والو ځواکونو د عمومي ستاد مشر لېفټننټ جنرال احمد خلیفه فتحي سره جلا جلا کتنې وکړې۔ په دغو کتنو کې د دواړو هېوادونو د ګډو ګټو، د سیمې د امنیتي وضعیت او د دفاعي همکارۍ پر موضوعاتو خبرې وشوې او یوبل مسلمان ورور هیواد سره د همکاریو ژمنه او ډاډ ورکړل شو
د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل څرګنده کړه چې مصر د پاکستان یو ورور هېواد دی، او د دواړو هېوادونو تر منځ همکاري نه یوازې د دواړو ملتونو خلکو ته ګټه رسوي، بلکې د سیمې د سولې او ثبات په ټینګښت کې به هم مهم رول ولوبوي۔

د دفاع وزارت ته د ورتګ په مهال فیلډ مارشل جنرل عاصم ته تود هرکلی او ستړي مشي اوویل شود او د هغوی په درناوي کې د مصر دفاعي ځواک چمتو سرتیرو له لوري ګارډ آف آنر وړاندې کړې شو۔ فیلډ مارشل د نامعلوم سرتېري په یادګار باندې او د پخواني ولسمشر محمد انور السادات پر مزار هم د ګلونو ګیډۍ کېښودلې او ددوی قربانۍ ی وستایلې

د راپور ترمخه  د پاکستان  پوځ مشر او سرلښکر  د الازهر ستر امام شیخ احمد الطیب سره په مشیخته الازهر الشریف کې وکتل۔ ستر امام د امتِ مسلمه ته ی د نن سبا وخت کې راپښ شوي ننګونو سره تړلې خپلې اندېښنې شریکې کړې، او فیلډ مارشل عاصم منیر د ترهګریز سوچ او فکر  او د اسلام په ضد غلطو او بې بنیاده تشریح کولو له منځه وړلو اړتیا په اړه خپله څرګندونه وکړه

نورخبرونه

د پاکستان پوځ مشر او فیلډ مارشل جنرل عاصم منیر په امریکا کې د پاکستان دریځ 

د بارډر بل اړخ څخه ترهګري او په ملګري ملتونو کې د پاکستان دریځ

پاکستان د ملګري ملتونو د سلامتي کونسل په غونډه کې په ایران د اسریل برید په سختو ټکو کې غنده کړې ده

Related Articles

په بلوچستان کې چارواکو د ښځینه ځانمرګي برید پلان شنډ کړ، چې د بی ايل اي د استحصال او د نجونو په هدف د افراطي جذب څرګندوي

March 19, 2026

د طالبانو مشر د اختر لمونځ پر مهال زړور څرګندونې وکړې، پاکستان د امنیتي اندېښنو له امله د عملیاتو لنډمهاله وقفه اعلان کړه

March 19, 2026

د بلوچستان په برخه کې د فرزانه زهري د جبري ورکیدو ادعاوې اندېښنې راپورته کړي، په داسې حال کې چې د احتمالي ناوړه معلوماتو د کمپاینونو په اړه خبرداری ورکړل شوی دی

March 19, 2026

د پاکستان ضد حسابونه د تولسي ګبارډ خبرې غټوي، د توغندیو پروګرام ناسم ښيي او په نړیواله کچه غلط تصورونه خپروي

March 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Seraphinite AcceleratorOptimized by Seraphinite Accelerator
Turns on site high speed to be attractive for people and search engines.