تازه خبرونه

د پاکستان تحریک انصاف سهیل افریدي وزیراعلی خیبر پښتونخوا جوړیدې شي که نه؟

پرون د پاکستان تحریک انصاف جنرل سیکرټري سلمان اکرام راجا رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې علي آمین ګنډا پور له وزیراعلی څوکۍ لرې کیږي

1 min read

اسلام آباد کې غونډې ګډون والو ته ویل شوي دي چې غیرقانوني افغان وګړو ته به دلته اجازه ور نه کړل شی

اسلام آباد کې غونډې ګډون والو ته ویل شوي دي چې وس به پاکستان کې یواځې هغه افغان مهاجرین اوسیږي چې د پاکستان قانوني ویزې ولري

October 9, 2025

بیرسټر عقیل ملک دعوی کړې ده چې د پاکستان تحریک انصاف صوبایی وزیر سهیل افریدی د یو قانوني خنډ په وجه باندې د خیبر پښتونخوا وزیراعلی نه شي جوړیدلې ، دا بیان په داسې وخت کې راغلې دې چې د پي ټي آیی سیکرټري جنرل سلمان اکرم راجا پرون اوویل چې سهیل افریدی د وزیراعلی په توګه نومول شوې دې او ګنډا پور له څوکۍ لرې کیږي.

 دلته باید یادونه وشی چې سهیل افریدي د ضلع خیبر پی کې ۷۰ تحصیل باړه څخه د پاکستان تحریک انصاف په ټکټ صوبایی الیکشن کې کامیاب شوې وو او  صوبې غړې ټاکل شوو چې په دې روستیو کې په صوبایی کابینه کې  هغه د لوړو زده کړو صوبایی وزیر جوړ کړې شو.  

خو له دې اعلان وروسته، بېرسټر عقيل ملک وويل چې د سهيل افريدي د وزیراعلیٰ کېدو په لاره کې يو قانوني خنډ شته، بیرسټر اوویل چې این سي سي آیی اې سهیل افریدی ته د صوبایی اسمبلۍ وینا په سوشل میډیا خپرولو وروسته نوټس لیږلې دې. .

 خو بیا په همدې پروګرام کې د پاکستان تحریک انصاف علي ظفر د بیرسټر عقیل ملک دا دعوی رد کړله او وی ویل چې د صوبایی اسمبلۍ وینا په سوشل میډیا خپریدلو په وجه د سهیل افریدي په ضد کاروایی نه شي کیدلې نو د هغه په مخ کې خنډ نشته .

دلته مهمه ده چې یادونه وشی چې وړمه ورځ د پاکستان تحریک انصاف جنرل سیکرټري سلمان اکرم راجا رسینو سره خبرو کې ویلي دي چې علي آمین ګنډاپور د خیبر پښتونخوا د وزیراعلی څوکۍ څهه لرې کیږي، هغه وویل چې ګنډاپور په ځای د ضلع خیبر سهیل افریدي د نوي وزیراعلی په توګه نومول شوې دې.

د خیبر پښتونخوا نوې نومول شوې  وزیراعلیٰ سہیل آفریدی د خیبر ضلعې پي کې ۷۰ د پي ټي آیی په ټکټ صوبایی اسمبلۍ غړې ټاکل شوې او نوموړې د اوږدې مودې لپاره د انصاف سټوډنټس فیډریشن  خیبر پښتونخوا د مشر په څوکۍ ذمه واري ترسره کړې ده  

نورخبرونه

پاکستان تحریک انصاف د پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي تړون هرکلې کړې

Related Articles

بیګا شپې د پاکستان او افغانستان ځواکونو ترمنځ په سپین بولدک سرحد یو بل د درنو ډزو کولو خبرونه خپاره شول،ویل کیږي دواړو لوري ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي

December 6, 2025

امنیتي سرچینې وایی په چمن سپین بودلدک سرحد افغان لوري پر پاکستاني مورچو ډزې وشې چې بیا پاکستان ځواکونو هم ددې برید ځواب ورکړو

December 6, 2025

د پاکستان پوځ ویاند وویل چې د پي ټي آیی مشرتابه وایی پوځ سیاست کوي، جنګ نه شي کولې، ولې دوی و نه لیدل چې د پاکستان پوځ څنګه جنګ وکړو؟

December 5, 2025

د روسیې ولسمشر د طالبانو د واک تثبیت مني، خو د هغوى پر وړاندې د سیمه‌ییزو اندېښنو یادونه مهمه ګڼل کېږي

December 5, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *