تازه خبرونه

پاکستان تحریک انصاف د پاکستان او سعودي عربستان د دفاعي تړون هرکلې کړې

پاکستان تحریک انصاف ترمخه عمران خان هم غواړي چې اسلامي نړۍ یو موټې وي،دا به پاکستان او سعودي عربستان نور هم یو بل ته رانزدې کړي
پاکستان تحریک انصاف مشر عمران هم دا غوښتل چې پاکستان اسلامي نړۍ سره یو ځای کړي

پاکستان تحریک انصاف ترمخه ، دا تړون به د سیمې په امن او ثبات باندې هم ډیر ښه اثر وکړي او د پاکستان او سعودي عربستان اړیکې به نورې هم قوي کړي

پاکستان تحریک انصاف د پاکستان او سعودي عربستان ترمینځ لوی دفاعي تړون، ستراتیژیک متقابل دفاع تړون لاسلیک په درنو ټکو کې هرکلې کړې دې او دا تړون ی یو لوی پرمختګ ګرځولې دې، پي ټي آیی دا تړون د دواړو وررو مسلمان دوست هیوادونو ترمینځ د تاریخي اړیکو په لار کي یو ستر پرمختګ بللې دې او ویلي ی دې چې د پاکستان او سعودي عربستان هیوادونو تل د ورورولې او د ګډو ستراتیژیکو ګټو او اوږد مهاله همکاریو ولاړ دي.  .

  د پي ټي آیی ترمخه  دا دفاعي  تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکارۍ پیاوړتیا کې نه یوازې دوه اړخیزو اړیکو ته ګټه ورسوي، بلکې د سیمې پر سولې او ثبات به هم مثبت اغېز ولري.

د عمران خان لیدلوری

د اعلامیې له مخې، د ګوند مشر عمران خان تل غوښتل چې پاکستان داسې هېواد وي چې اسلامي نړۍ سره یو ځای کړي، د ملتونو ترمنځ همکاري زیاته کړي او د سولې امکانات پیاوړي کړي. په همدې لړ کې، له سعودي عرب سره پراخېدونکې شراکت د اسلامي اتحاد او ګډ امنیت لپاره مهم ګام بلل شوی دی.

په بیان کې ټینګار شوی چې د هر مسلمان او په ځانګړي ډول د هر پاکستانی لپاره د حرمین شریفین درناوی او ساتنه د ایمان برخه ده.

ولس ته د معلوماتو ورکولو اړتیا

پي ټي ایی زیاته کړې چې ددې تړون نور جزیات دې هم اولس سره شریک ړي څو د ولس اعتماد او پوهاوې زیات شي.

 د سعودي ملاتړ مننه تحریک انصاف د پاکستاني ولس لپاره د سعودي عرب د دوامدار ملاتړ مننه وکړه او څرګنده یې کړه چې د دواړو هېوادونو ترمنځ پراخېدونکې همکاري به نه یوازې د پاکستان او سعودي عرب لپاره ګټوره وي، بلکې د سیمې او د نړۍ د سولې، ثبات او هوساینې لپاره به هم په ګټه تمام شي.

نورخبرونه

 لندن ته د شهباز شریف سفر: پاکستان تحریک انصاف د مظاهره کولو اعلان

Related Articles

سرچینې وایی د افغان طالبانو لوړ پوړه چارواکو ۱۵۵۵ هغه کسان چې د طالبانو پلوي دي، په دې دندو ګمارلي دي

January 20, 2026

دا ریسټورنټ د یو چینایی مسلمان چې د ابراهیم په نامه پیژندل شوې ، د یو افغان سره په ګډه چلولو

January 20, 2026

تاجکستان له افغان طالب چارواکو غوښتي چې په سرحدي سیمو کې موجود ترهګرو پر ضد سخت اقدام وکړي ځکه دا ترهګر تاجکستان لپاره لوی ګواښ دې

January 19, 2026

سرچینو ایچ ټي این ته ویلي جګړه د پاکستان او افغانستان طالبانو ځواکونو ترمنځ د ازغن تار د غځولو پر سر شوې ده

January 19, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *