تازه خبرونه

نن د افغانستان پخواني ولسمشر ډاکټر نجیب تلین نمانځل کیږي

په کال ۱۹۷۹ کې چې کله شوروي اتحاد،پخواني سوویت یونین په افغانستان یرغل وکړو نو ډاکټر نجیب په هغو افغان چارواکو کې شامل وو چې روس ی له ی بشپړه واک ورکړې وو چې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد وکاروي

1 min read

د نړۍ په بیله بیلو هیوادونو کې د افغانستان پخواني صدر ډاکټر نجیب د تلین په اړه غونډې تابیا کیږي

ډاکټر نجیب چې په پلازمینه کابل کې واک وو، نو د هغه په وخت کې به د روس او افغانستان ځواکونو د پاکستان په قبایلي سیمو کې بمبارۍ کولې چې له امله ی ګڼ شمیر عام وګړي شهیدان شوي وو

September 27, 2025

ضلع خیبر: د افغانستان په تاریخ کې د عیسوي کال ۷۰م لسیزه ډیر لوی اهمیت لري، په دې لسیزه کې د افغانستان سیاسي وضع ډیره کړکیچنه وه او د افغانستان خلق سیاسي ګوند لوري متحده شوروي ته بلنه ورکړل شوه چې خپل ځواکونه افغانستان ته داخل کړي، په افغانستان کې دغه تاریخ د ثور انقلاب په توګه هم یادولې شي.

دلته دا هم باید یادونه وشي چې ډاکټرنجیب هم په هغه افغان چارواکو کې شامل دې چې ددوی په حکومت کې د افغانستان خاوره د ګاوڼډي هیواد په ضد وکارول شوه، روسیه غوښتل چې هغه د افغانستان قبضه کولو وروسته ګرمو اوبو ته ځان ورسوي، خو الله تعالي ته دا منظوره نه وه او په افغانستان کې د لسو کالو انقلاب او د افغانستان مجاهدینو سره د جنګ کولو وروسته متحده شوروي له افغانستان څخه د وتلو اعلان وکړو.

په افغانستان کې ثور انقلاب

د افغانستان په تاریخ کې د ثور انقلاب ډیر لوی تاریخي اهمیت دې، ثور انقلاب  هغه سیاسي او پوځي کودتا ته ویل کېږي چې د کال ۱۹۷۹ د اپریل میاشتې ، ۷ د ثور،  ۱۳۵۷ کې د خلق ډیموکریټک ګوند له لوري د محمد داود خان پر حکومت وشوه او د هغه حکومت ی ړنګ کړو، دا کودتا چې له افغان پوځی مشرانو له لوري ترسره شوه ، ددې  وروسته محمد داود خان چې د افغانستان لومړې ولسمشر وو، قتل کړې شو او د هغه د کورنۍ ډیر کسان هم اووژل شو او د حکومت واګې د خلقیانو او پرچمیانو لاس ته راغلې.

هم ددې کال وړاندې او وروسته د افغانستان وضع ډیره کړکیچنه وه، په افغانستان کې کورنۍ جهګړو سر را اوچت کړې وو او په داسې وخت کې له قندهاره د ملامحمد عمر په مشرۍ کې په افغانستان کې د طالبانو حکومت راځي او په ټول افغانستان کې اسلامي شریعت نافذولو اعلان کوي، ډاکټرنجیب چې د خلق ډیموکریټک ګوند غړې وو د طالبانو په قید کې راځي او بیا وروسته د طالبانو مشران دې خلق ګوند مشرانو ته د مرګ سزا ورکړه او ډاکټر نجیب او ورسره ی نور مشران په دار وخیژول.

ډاکتر نجیب د ۱۹۹۶ کال د سپټمبر په ۲۷مه له خپل ورور شاهپور احمدزي سره یوځای د طالبانو له خوا چې تازه واک ته رسېدلي وو تر شکنجې وروسته ی د کابل په ښار کې اعدام کړل، ډاکټر نجیب د کابل تر سقوط مخکې د ملګرو ملتونو په دفتر کې پناه اخیستې وه، د ډاکتر نجیب له مرګه که څه هم ۲۹ کاله تېرېږي، خو لا هم په افغانستان کې دننه او بهر ګڼ پلویان او مخالفین لري او د یوې اغېزناکه څېرې په توګه ی یادونه کیږي.

نجیب‌الله د افغانستان د خلق دموکراتیک ګوند د پرچم څانګې غړی له ۱۹۸۶ نه تر ۱۹۹۲ کال پورې د افغانستان ولسمشر پاتې شوی. د هغه حکومت د پخواني شوروي له ملاتړه برخمن وو.

دلته باید یادونه وشي چې د ډاکټر نجیب د ولسمرۍ په دور کې د افغانستان خاوره د پاکستان په ضد په پراخه توګه وکارول شوه، د شوروي اتحاد او افغانستان هوایی ځواکونو به د پاکستان په قبایلي سیمو کې بمبارۍ کولې، د راپورنو ترمخه تورخم بارډر سره نزدې پاړه چنار او لنډي کوتل سیمه کې د شوروي اتحاد او افغان ځواکونو بمبارۍ له وجهې ګڼ شمیر کسان شهیدان شوي وو.


نورخبرونه

د چین موسسه زرغون اسمان افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کورنیو سره مرستې کوي

ایران او افغانستان یوبل ته رانزدې کیږي

Related Articles

د مردان عبدالولي خان پوهنتون او ملګری ملتونو په مرسته د ډیجیټل تشدد په نوم سیمینار راجوړ کړي شوی وو ، په سیمینار کې زیات شمیر کې پوهانواو ځوانانو او زده کوونکو ګډون وکړو

December 7, 2025

هندي چارواکي وایی دوی پلټنې پیل کړي دي چې معلومه کړې چې د اورلګیدنې اصلي لامل معلوم کړي

December 7, 2025

تورخم کې د ماشومانو نیول: د سرچینو ترمخه داسې ماشومان جرایم پیشه ګروپونه او ترهګر دخپلو ناوړه مقصدونو لپاره کاروي، ځایی اولس د لنډي کوتل پولیسو لوري ماشومان په خپل حفاظت کې اخستل ستایلي

December 7, 2025

شهزاد اکبر او عادل راجا دواړو ویلي چې د دوی واپس غوښتل سیاسي غچ اخیستنه ده، ځکه دوی د پوځ د زیاتېدونکي نفوذ په اړه نیوکې کوي

December 6, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *