تازه خبرونه

د کابل په حساسه سیمه کې د ټي ټي پي مشرانو پناه ځایونه؛ نړیوالې اندېښنې

د سفارتي سرچینو له مخې څرګنده شوې ده چې د کابل په ګرین زون کې د ټي ټي پي مشر نور ولي محسود او نور مطلوب وسله وال جنګیالي پناه اخلي. د دې وضعیت له امله اندېښنه شته چې ښايي بهرني ډیپلوماتان اړ شي کابل پرېږدي
د کابل ګرین زون کې د ټي ټي پي حضور د نړیوالو سفارتونو امنیت تر پوښتنې لاندې راوستی

د کابل ګرین زون کې د ټي ټي پي حضور د نړیوالو سفارتونو امنیت تر پوښتنې لاندې راوستی

د سفارتي سرچینو ادعا

د سفارتي سرچینو په وینا ادعا شوې ده چې افغان طالبانو د تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) مشر نور ولي محسود، حافظ گل بهادر، بشیر زیب او د منځنۍ اسیا له هېوادونو سره تړلي نور مطلوب وسله وال د کابل په خورا حساسې سیمې «ګرین زون» کې ځای پر ځای کړي دي

د امنیتي اندېښنو زیاتوالی

د سرچینو په وینا دغه مطلوب کسان د وزیر اکبر خان سیمې په ګډون د ګرین زون په نورو برخو کې هم لیدل شوي، هغه سیمې چې د بهرنیو سفارتکارانو استوګنځایونه پکې موقعیت لري. ویل کېږي چې د دغو کسانو شتون جدي امنیتي اندېښنې رامنځته کړې دي

د سفارتکارانو د وتلو احتمال

سرچینې زیاتوي چې د سفارتي ماموریتونو ته نږدې د نړیوالې کچې مطلوبو کسانو موجودیت ښايي جدي پایلې ولري. له همدې امله د څو هېوادونو سفارتکارانو کابل پرېښودو په اړه غور پیل کړی او امکان لري ډېر ژر له هغه ځایه ووځي

د نړیوالو ادارو غبرګون

په کابل کې دملګري ملتونه کارکوونکو او ځینو نړیوالو غیر دولتي موسسو (این جي اوګانو) هم د دې وضعیت په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده. د دغو ادارو په وینا هغه کسان چې په نړیواله کچه د ترهګرو په توګه پېژندل شوي، د هغوی شتون هېڅ ډول د منلو وړ نه دی

طالبانو ته د رسمي اندېښنو سپارل

راپورونه وایي چې دغو نړیوالو بنسټونو او سفارتي کړیو په دې اړه خپل رسمي اندېښنې د طالبانو ادارې سره هم شریکې کړې دي

https://htnpashto.com/22463/   نور ولولئ

Related Articles

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

د هنګو په بختو ټاپ او چمبه ګل سیمو کې د پولیسو او وسله‌والو ترمنځ نښته کې ۸ وسله‌وال وژل شوي، او یو پولیس سرتېری شهید شوی دی

April 16, 2026

ایا پاکستان کولای شي له افغانستان سره جګړه پرمخ یوسي، په داسې حال کې چې د یوې نړیوالې جګړې منځګړیتوب هم کوي؟

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *