تازه خبرونه

د چین موسسه زرغون اسمان افغانستان ته واپس راتلونکو افغان کورنیو سره مرستې کوي

د افغانستان د کډوالو او راستیندنکو افغان وګړو د چارو وزارت مسلکي مرستیا د چین موسسې مرستیال سره لیدلي او له هغوی ی ځانګړې مننه کړې
د چین موسسې په افغانستان کې د اغیزمنو افغان کورنیو سره د زیاتو مرستو ژمنه او ډاډ هم ورکړې

افغانستان ته واپس راتلونکې افغان کورنۍ د سختو مالي ستونزو سره مخ وي ځکه زیاتې افغان کورنۍ د غربت ښکاروي او په داسې وخت کې اغیزمنې کورنۍ زیاتو مرستو ته اړتیا لري

افغانستان ته واپس راتلونکو افغان وګړو لړۍ دوام لري او په داسې وخت کې د افغانستان دوست هیواد چین له لوري ددې هیواد یوې  موسسې له لوري دې افغان کډوالو سره انساني مرستې هم  دوام لري.

د افغانستان د  کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت مسلکي مرستیال مولوي عبدالرحمن راشد د چین د ژغورنې (زرغون اسمان) موسسې له استازي یوپو زینک سره  ځانګړې لیدنه کړې ده. .

په دې موقع راشد په دې کتنه کې د افغانستان له خلکو سره د چین د مرستو څخه ځانګړې مننه کړې ده. نوموړي ددې مرستو  ترڅنګ له زیانمنو او راستنېدونکو سره د دې موسسې د نورو مرستو غوښتنه وکړه.

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشی چې د چینایي موسسې استازي له راستنېدونکو سره د لازیاتو مرستو او همکارۍ ډاډ ورکړې دې. مهمه ده چې یادونه وشی چې د پاکستان دولت او ایران هم تردې دمه په لکونو غیرقانوني افغان وګړې خپل هیواد ته د واپس رالیږلو پریکړه کړې ده او تراوسه پورې له ایران او پاکستان څخه تر یو میلونه زیات افغان وګړي خپل هیواد افغانستان ته واپس راستانه شوي دي.

نورخبرونه

چین کې د شانګهایی همکاریو سازمان مهمه غونډه پیل شوې ده

Related Articles

د شیخ حسینه واجد د آمریت د ختمېدو وروسته، نن په بنګله دیش کې لومړي عمومي انتخابات ترسره کېږي

February 12, 2026

عدالت: عمران خان ته دې د سترګو د متخصص ډاکټر او زامنو سره د ټیلیفوني تماس اسانتیا ورکړل شي، حکومت ته د ۱۶ فبروري مهلت ورکړل شو

February 12, 2026

په توګه یاد شوي، وسله والې ډلې تېروي او د ملکي وګړو امنیت ته ګواښ پېښوي

February 12, 2026

“د امریکا ډیپلومات د USEFP د مرکزي دفتر په اسلام‌اباد کې د سفر پر مهال د تعلیمي همکارۍ او نوښت ستاینه وکړه

February 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *