اسلامآباد: د ټي ټي پي نوې او خطرناکه تګلاره مخې ته راغلې، جوماتونه او اسلامي مدرسې د ترهګریزو فعالیتونو او د ترهګرو چمتو کولو لپاره د کارولو په اړه مهم رازونه افشا شوي دي
کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د خپلو فعالیتونو د منظمولو لپاره نوې تګلاره خپله کړې ده، چې له مخې یې مساجد او مدارس د روزنیزو مرکزونو په توګه کاروي
د امنیتي سرچینو د مالوماتو له مخې، دغه ډله خپلو ملګرو ته د نوې ټیکنالوجۍ په ځانګړي ډول د ډرونونو د کارولو روزنه په همدې مذهبي ځایونو کې ورکوي، څو د ولسي سیمو په منځ کې پټ پاتې شي او د امنیتي ادارو له نظره هم پټ وي
په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په یوه جومات کې ځوانانو ته د ډرون الوتلو روزنه ورکول کېږي. د چارو پوهانو په وینا دا پرمختګ ډېر خطرناک دی، ځکه ترهګر کولای شي په راتلونکې کې ډرونونه د ورانکارو بریدونو، هدفي حملو او څارنې لپاره وکاروي۔
کارپوهان ټینګار کوي چې د ترهګرو دغه کړنلاره نه یوازې د مذهبي ځایونو حرمت تر پښو لاندې کوي، بلکې عام ولس هم د جدي ګواښ سره مخامخوي. د امنیتي راپورونو پر بنسټ، د ټي ټي پي وسله وال په ښارونو او کلیو کې د خلکو تر منځ پټي حملې کوي، ښځې او ماشومان د بشري ډال په توګه کاروي او له عامو کورونو یا مذهبي ځایونو څخه ډزې کوي، څو خپل ځان د “مظلوم” په توګه وړاندې کړي
د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ یو راپور ښودلې چې په ۲۰۲۵ کال کې په هېواد کې د ترهګریزو پېښو کچه ۳۵ سلنه لوړه شوې، چې ډېری بریدونو مسوولیت یې ټي ټي پي منلی. په روان کال کې هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دغه ډلې بریدونو لسګونه امنیتي سرتېري او عام خلک وژل شوي دي
امنیتي چارواکي وایي چې د جوماتونو او مدرسې د وسله والو جوړولو لپاره کارول یو خطرناک رجحان دی، چې پر ضد یې اقدام اړین دی
کارپوهان له دیني عالمانو غوښتنه کوي چې خپل مذهبي ځایونه د ترهګرۍ د ودې لپاره د کارولو اجازه ور نه کړي او د دې کار پر ضد روښانه فتوا ورکړي
دلته مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د پیغام پاکستان موضوع ترلاندې په سلګونو دیني عالمانو په پاکستان کې د ترهګرۍ او د پوځ او ولس په ضد بریدونه حرام بللي دي
دا خبره څرګنده ده چې د کالعدم ډلې له لوري د مذهبي ځایونو د ترهګرۍ او ناامني رامنځته کولو په توګه کارول نه یوازې د ملي امنیت لپاره، بلکې د دیني تقدس لپاره هم لوی خطر دی.
دلته دا هم باید یادونه وشی چې دولتي اړوند ادارو دغه حالت تر جدي څار لاندې نیولی او د ممکنه اقداماتو لپاره یې تیاری هم نیولې دې