تازه خبرونه

جوماتونه د ترهګرۍ لپاره کارول: د ټي ټي پي یوه خطرناکه تګلاره افشا شوې

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په یوه جومات کې ځوانانو ته د ډرون الوتلو روزنه ورکول کېږي ، دا کار د دیني مرکزونو د بدنامولو یوه هڅه ده
جوماتونه د ترهګرۍ لپاره کارول: د ټي ټي پي یوه خطرناکه تګلاره افشا شوې

د ټي ټي پي اړه دا خطرناک معلومات او ددوی په جومات کې ویډیو په داسې وخت کې خپره شوې چې د هیواد په بیله بیلو سیمو کې ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

اسلام‌آباد: د ټي ټي پي نوې او خطرناکه تګلاره مخې ته راغلې، جوماتونه او اسلامي مدرسې د ترهګریزو فعالیتونو او د ترهګرو چمتو کولو لپاره د کارولو په اړه مهم رازونه افشا شوي دي

کالعدم تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) د خپلو فعالیتونو د منظمولو لپاره نوې تګلاره خپله کړې ده، چې له مخې یې مساجد او مدارس د روزنیزو مرکزونو په توګه کاروي

د امنیتي سرچینو د مالوماتو له مخې، دغه ډله خپلو ملګرو ته د نوې ټیکنالوجۍ په ځانګړي ډول د ډرونونو د کارولو روزنه په همدې مذهبي ځایونو کې ورکوي، څو د ولسي سیمو په منځ کې پټ پاتې شي او د امنیتي ادارو له نظره هم پټ وي

په ټولنیزو رسنیو کې خپره شوې ویډیو کې ښکاري چې په یوه جومات کې ځوانانو ته د ډرون الوتلو روزنه ورکول کېږي. د چارو پوهانو په وینا دا پرمختګ ډېر خطرناک دی، ځکه ترهګر کولای شي په راتلونکې کې ډرونونه د ورانکارو بریدونو، هدفي حملو او څارنې لپاره وکاروي۔

کارپوهان ټینګار کوي چې د ترهګرو دغه کړنلاره نه یوازې د مذهبي ځایونو حرمت تر پښو لاندې کوي، بلکې عام ولس هم د جدي ګواښ سره مخامخوي. د امنیتي راپورونو پر بنسټ، د ټي ټي پي وسله وال په ښارونو او کلیو کې د خلکو تر منځ پټي حملې کوي، ښځې او ماشومان د بشري ډال په توګه کاروي او له عامو کورونو یا مذهبي ځایونو څخه ډزې کوي، څو خپل ځان د “مظلوم” په توګه وړاندې کړي

د پاکستان د شخړو او امنیتي مطالعاتو د انسټیټیوټ یو راپور ښودلې چې په ۲۰۲۵ کال کې په هېواد کې د ترهګریزو پېښو کچه ۳۵ سلنه لوړه شوې، چې ډېری بریدونو مسوولیت یې ټي ټي پي منلی. په روان کال کې هم په خیبر پښتونخوا او بلوچستان کې د دغه ډلې بریدونو لسګونه امنیتي سرتېري او عام خلک وژل شوي دي

امنیتي چارواکي وایي چې د جوماتونو او مدرسې د وسله والو جوړولو لپاره کارول یو خطرناک رجحان دی، چې پر ضد یې اقدام اړین دی

کارپوهان له دیني عالمانو غوښتنه کوي چې خپل مذهبي ځایونه د ترهګرۍ د ودې لپاره د کارولو اجازه ور نه کړي او د دې کار پر ضد روښانه فتوا ورکړي

دلته مهمه ده او باید چې یادونه ی وشي چې د پیغام پاکستان موضوع ترلاندې په سلګونو دیني عالمانو په پاکستان کې د ترهګرۍ او د پوځ او ولس په ضد بریدونه حرام بللي دي

دا خبره څرګنده ده چې د کالعدم ډلې له لوري د مذهبي ځایونو د ترهګرۍ او ناامني رامنځته کولو په توګه کارول نه یوازې د ملي امنیت لپاره، بلکې د دیني تقدس لپاره هم لوی خطر دی.

دلته دا هم باید یادونه وشی چې دولتي اړوند ادارو دغه حالت تر جدي څار لاندې نیولی او د ممکنه اقداماتو لپاره یې تیاری هم نیولې دې

Related Articles

په زیات شمیرکې مرمۍ نن په تورخم پوله له پاکستان کسټم چارواکو له لوري په پټو استخباراتي اطلاعاتو ونیول شوې

January 12, 2026

د بارډر سرچینو ترمخه په افغانستان کې بند پاتې شوي پاکستاني محصلین نن له تورخم لارې پاکستان ته واپس راغلل

January 12, 2026

د خیبر پښتونخوا ګورنر دې ترهګریز بریدونو په کلکو ټکو کې غندنه کړې ده او د شهیدانو کورنیو سره د ژورې خواشینۍ څرګندونه کړې ده

January 12, 2026

په یوه میاشت کې ۱۶ همغږي عملیات، ۴۸ طالب جنګیالي وژل شوي، ۲۵ ټپیان او ګڼ مرکزونه، پوستې او وسایط ویجاړ شوي

January 12, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *