تازه خبرونه

وزیراعلي خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو لپاره مهم اعلان

وزیراعلی ګنډاپور اړوند ادارو او چارواکو ته لارښوونه کړې چې د باجوړ اغیزمنو کورنیو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي
وزیراعلي خیبر پښتونخوا سیلاب ځپلو لپاره مهم اعلان

وزیراعلی په خپله وینا کې ویلي دي چې هغه کورونه چې بشپړه ویجاړ شوي ،هغوی له به ۱۰لس لکه روپۍ ورکول شي

د خیبرپښتونخوا وزیراعلی علي امین ګنډاپور په مشرۍ د ویډیو لنک له لارې یوه مهمه غونډه ترسره شو.
په دې غونډه کې د سیلاب ځپلو ضلعو د ریسکیو، ریلیف او بیا رغونې چارو په اړه تفصیلي جاج واخیستل شو. د چیف سیکرټرۍ او سیکرټرۍ ریلیف تر څنګ د بونیر، سوات، شانګله، مانسهره، بټګرام، لوئر دیر، باجوړ، صوابۍ او ټانک ډپټي کمشنرانو هم په دې مهم ویډیوی اجلاس کې ګډون وکړ.
وزیراعلی ته په دې اړه بریفنګ ورکړل شو چې د سیلاب ځپلو ضلعو د تاوانونو ۷۰ تر ۸۰ فیصده معلومات تر اوسه راټول شوي دي او د نورمعلوماتو او زیانونو په اړه هڅې دوام لري


علي امین ګنډاپور لارښوونه وکړه چې د متاثره کورنیو لپاره دې فوډ پیکج لپاره د مالي مرستې لپاره چکونه د جمعې له لمانځه وروسته تیار شي.
د هغه په وینا، هرې اغېزمنې کورنۍ ته به د خوراکي پیکج په توګه پینځلس زره روپۍ ورکړل شي او دا پیسې به د موبایل بیکنګ له لارې انتقالېږي.
وزیراعلی اوویل چې په بشپړه توګه ویجاړ شوي کورونو خاندانونو لپاره مالي مرسته له ۴ لکو تر ۱۰لکو لوړه شوې ده او کم زیان رسیدونکي کورونو مالکانو ته به درې لکه روپې ورکول شي، دا روپۍ لومړې یو لک وې.
وزیراعلی اوویل چې هغه وګړو چې څاروي ی له لاسه ورکړي ،دوی سره به مالي مرستې زر پیل شي.
نوموړي اوویل چې اړوند ادارې ته ی ددې لپاره ۵ پینځه کروړه روپۍ ورکړې دي.
ګنډاپور په ځانګړې توګه وویل چې د باجوړ سیلاب ځپلو ته دې ځانګړې پاملرنه وشي، او هغو کورنیو ته چې په خپله خوښه له سیمې کډوال شوي د خوراک پیکج لپاره ۱۵زره روپۍ ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې په ټانک، ډیره اسماعیل خان او جنوبي وزیرستان کې دې هم د زیانونو سروې پیل شي. هغه اوویل چې هغه کسان چې موټر ی له منځه تللي،دوی ته به ۵ پینځه لکه روپۍ ورکړل شي. نوموړی لارښوونه وکړه چې دې مالي مرستې لپاره دې کابینه منظورۍ لپاره کیس تیار کړي.

وزیراعلی لارښوونه وکړه چې د بارانونو د راتلونکي لړۍ لپاره دې بشپړ مخکېني تیاری ونیول شي. همدارنګه، د اپر چترال او اپر سوات په هغو سیمو کې د ګلیشیر د چاودېدو له خطر سره مخ دي، اغېزمنې کورنۍ دې د څو ورځو لپاره خوندي ځایونو ته انتقال شي..
هغه ټینګار وکړ چې د دغو سیمو سیلانیان دې هم یوازې تر محفوظو ځایونو پورې محدود کړل شي

Related Articles

رسنۍ یوازې د خبر ورکولو وسیله نه ده، بلکې د ملي ګټو په پام کې نیولو سره مسؤلانه راپور ورکول هم د هغې مهمه دنده ده

April 18, 2026

بنو کې د انډس لویې لارې پر امنیتي کاروان چاودنه؛ یو سرتېری شهید او درې ژوبل، ځواکونو د سیمې ناکه بندي کړې او لټون عملیات پیل کړي دي

April 18, 2026

نړیوال اقتصادي فشار کم شوی، چې د پاکستان د ډیپلوماسۍ له امله د تېلو بیې راټیټې شوې او کړکېچ کم شوی

April 18, 2026

وزيراعظم شهباز شريف د سعودي عرب، قطر او ترکيې له بریالي سفارتي سفر وروسته هېواد ته راستون شو، چې په لیدنو کې د سیمه‌ییز سولې او دوه‌اړخیزې همکارۍ پر مهمو پرمختګونو خبرې وشوې

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *