تازه خبرونه

وزيراعظم نيتن ياهو د پاکستان خلاف سندور آپريشن کښې د اسرائيل د وسلې د استعماليدو تصديق کړېدے

د جنګي جنون ښکار نريندر مودي د اربونو روپو نوره وسله اخستو منظوري ورکړېده
وزيراعظم نيتن ياهو د پاکستان خلاف سندور آپريشن کښې د اسرائيل د وسلې د استعماليدو تصديق کړېدے

هند جنګي عزائم،مودي د اربونو روپو وسله اخلي

د پاکستان خلاف ناکامه سندرو آپريشن کښې د هندوستان او اسرائيل د مشترکه حملو د منصوبې اسرائيلي وزيراعظم په خپله هم تصديق کړېدے ۔ د هند خبري ادارو ترمخه نيتن ياهو د هند صحافيانو سره ملاقات دوران وئيلي دي چې نريندر مودي د پاکستان خلاف شوي حملو کښي د اسرائيل وسله استعمال کړي وه او د دې وسلې په ذريعه پاکستان کښې هدفونه په نښه کړي شوي وو ۔ يروشلم کښې د هند د سفير جے پي سنګ او د هند د خبريالانو يو وفد سره د ملاقات دوران د اسرائيل وزيراعظم تصديق کړېدے چې پاکستاني علاقو باندې د هارپي ډرونز او د بارک ۔ 8 ميزائلو حملې شوي وې، نيتن ياهو دعوي کړيده چې سندور آپريشن کښې د اسرائيل ميزائيلو په کاميابۍ سره خپل هدفونه ويشتلي وو او نقصانات ئې کړيدي او دا د اسرائيل د ټيکنالوجۍ آزمائش وو کوم چې کامياب ثابت شوېدے ۔

هند جنګي عزائم، مودي د نوؤ وسلو سوداګانې کوي

په داسې مهال چې د پاکستان خلاف سندور آپريشن کښې د هند دفاعي نظام په مکمله توګه ناکامه شوي وو او د پاکستان له طرفه د رافيل بشمول د هند د فضائيه شپږ الوتکې راغورولي شوي وې ،د دې شرمناک شکست نه د عبرت اخستو په ځائې وزيراعظم نريندر مودي نور خطرناک وسلې اخستولو منصوبه جوړه کړېده ،د هند ميډيا رپورټونو ترمخه حکومت براهموس ميزائيلې ،هيوي ډيوټي ډرونز او نور خطرناک وسلې د اخستلو منظوري ورکړيده ۔ دغه رنګ فضائيې لپاره ماونټين ريډار،اسپائډر وسلو نظام اپ ګريډ کولو، تهرمل اميجنګ نائټ سائټس اخستو،د ايس ۔ 400 ائير ډيفنس سسټم مينټيننس ،د سي ۔ 17 او سي ۔ 130 الوتکو د مرمت او د دې د کارکردګۍ جائزه اخستو لپاره فنډز مختص کړي شويدي، رپورټونو کښې وئيلي شويدي چې په مجموعي توګه نريندر مودي نوي جنګي حکمت عملۍ باندې د اربونو روپۍ خرچ کوي ۔ د نريندر مودي لخوا د نوي وسلې خريداري د سندور آپريشن دوران د هندوستان د آپريشنل تيارو ناکامي په ډاګه کوي هم دې سلسله کښې هند د اسرائيل مرستو ته اړتيا لري، د هند په درآمدي څيزونو د امريکې پنځوس فيصده ټيرف لګيدو نه پس مودي انتظاميه د اسرائيل سره خپلې اړيکې نورې هم مضبوطولو اراده لري، يروشلم کښې د هند د سفير او اسرائيلي وزيراعظم نتن ياهو ترمينځ ملاقات کښې هم دې معاملو خبرې شويدي ۔

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *