تازه خبرونه

غزه کښې ۶۰ شپته زره فلسطینیان شهیدان کړې شوي: پاکستان

په غزه کښې د روان وضعیت په اړه د اسرایل مشهورې ورځپانړې هم لیکلي چې دا بحران د ۲۱ مې پیړۍ تر ټولو زیاته خطرناکه بیلګه ده
غزه کښې ۶۰ شپته زره فلسطینیان شهیدان کړې شوي: پاکستان

لږ تر لږه ۱۷۵ فلسطینیان ,چې پکې ۹۳ ماشومان شامل دي , د لوږې له امله شهیدان شوي دي: عاصم افتخار

د پاکستان په ملګري ملتونو کښې استازي عاصم افتخار په خپل بیان کښې ویلي دي چې د واشنګټن پوسټ د راپور له مخې تر اوسه ۶۰ زره فلسطینیان شهیدان شوي، چې پکې ۱۸ زره ۵۰۰ ماشومان شامل دي. د دغو ماشومانو نومونه او عمرونه هم د امریکایي ورځپاڼې له خوا خپاره شوي دي

نوموړي اوویل چې د اسرایل مشهورې ورځپانړې هارټز هم د غزه روان وضعیت د ۲۱ پیړۍ د ټولو خطرناکه بیلګه بللې ده او لیکلي ی دي چې د سیاسي ګټو لپاره غزه کښې خلک له لوږې وژل کیږي

په ملګرو ملتونو کې د پاکستان دایمي استازي وویل چې د دې حالاتو پایلې ډېرې ویرونکې دي لږ تر لږه ۱۷۵ فلسطینیان ، چې پکې ۹۳ ماشومان شامل دي ، د لوږې له امله شهیدان شوي دي

د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې عمومي رئیس خبرداری ورکړی چې غزه اوس د بشپړ قحط د غاړې ته رسېدلې ده. هغه ویلي دي چې خلق له لوږې ژوند له لاسه ورکوي، هغه زیاته کړې چې له خلکو خوراک ته لاسرسۍ اخستل شوې دې.

د ملګرو ملتونو لپاره د پاکستان دایمي استازي عاصم افتخار د امنیت شورا نه غوښتنه کړې چې په غزه کې د فلسطینی سخت کړاوونو د پای ته رسولو لپاره دې سمدستي اقدامات وکړې شي

د پاکستان استازي عاصم افتخار دا خبرې د امنیت شورا په هغه ځانګړي ناسته کې وکړې چې د منځني ختیځ د وضعیت په اړه راغوښتل شوې وه

هغه وویل، مونږ ته باید د حالاتو په اړه ادراک وي. دا یواځې مونږ یا د ملګرو ملتونو د عمومي اسمبلۍ غړي نه دي چې دا حالات ګوري یا پرې اندېښمن دي، بلکې ټوله نړۍ دا هر څه د حیرانتیا او اندېښنې په سترګو ویني او ګوري

د پاکستان استازي څرګنده کړه چې د اسراییلو د جګړې تر ټولو زیات زیان عام ولس ته رسېدلی. هېڅ ډول پلمه دا ړندې مرمۍ، د یوې بشپړې ټولنې لوږې ته پرېښودل او بند ولس ته ډله‌یزه سزا ورکول نه شي توجیه کولی

هغه زیاته کړه چې دا کړنې نه یوازې اخلاقي پلوه د غندنې وړ دي، بلکې د نړیوالو قوانینو، په ځانګړې توګه د جنیوا کنونشن ښکاره سرغړونې دي او همداراز د نړیوالې محکمې لخوا د ورکړل شویو لازمي احکامو ښکاره خلاف ورزي بلل کېږي

Related Articles

پاکستان، ترکیه او قطر په انتالیا کې لوړه کچه درې اړخیزه غونډه ترسره کړه او هوکړه یې وکړه چې همکاري به زیاتوي او د سیمه‌ییزې سولې او ثبات د پیاوړتیا لپاره به ګډ کار کوي

April 18, 2026

اسلام آباد د ډیپلوماټیک مرکز په توګه راڅرګندېږي؛ د امریکا او ایران خبرې د دوشنبې لپاره اټکل کېږي

April 18, 2026

د رحیمه بي بي قضیه د امنیتي ادارو هغه اندېښنې لا نورې هم پیاوړې کوي چې د ترهګرۍ په شبکو کې د ښځو کارول کېږي

April 18, 2026

ایران لا هم له امریکا سره د خبرو بل پړاو نه مني، سیمه کې تاوتریخوالی زیاتېدو اندېښنه شته

April 18, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *