تازه خبرونه

ټي ټي پي په ضد سربکف عملیات ،یو میجر هم شهید شوې

د پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پی آر د مرګ ژوبلې پخلۍ کړې دې او ویل شوی دي چې ټي ټي پي وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتنې ده

1 min read

ټي ټي پي په ضد سربکف عملیات ،یو میجر هم شهید شوې

د امنیتي ادارو له لوري په واضح ډول اعلان شوی چې د عملیاتو په ورځو کې، له سهار ۵ بجو تر ماښام ۵ بجو پورې به کرفیو وي

July 30, 2025

د ضلع باجوړ په ضلع کښې د ټي ټي پي ترهګرو په ضد سربکف عملیات دوام لري او په روانو نښتو په ترڅ کې یو مېجر او درې نور امنیتي سرتیري شهیدان شوي دي.

په قبایلي ضلع باجوړ کې د روان پوځي عملیات “سر بکف” پر مهال د پاکستاني پوځ او ناقانونه ډلې

ټي ټي پي ترمینځ سختې نښتي شوي دي چې له امله ی یو میجر او ورسره نور درې امنیتي سرتیري وژل شوی دي.

د پوځ ویاندې ادارې آیی ایس پی آر د مرګ ژوبلې پخلۍ کړې دې او ویل شوی دي چې ټي ټي پي وسله والو ته هم درنه مرګ ژوبله اووښتنې ده. خو ټي ټي پي دغه دعوی رد کړی دي او یلې ی دي چې ددوی جنګیالي وس هم مزاحمت کوي او له فوځ لوري بیانونه بې بنسټه دي.

د سرچینو ترمخه په سیمه کې اوس هم وضعه ډېره خرابه ده او د درنو نښتو راپورونه ترلاسه شوي دي. .

د عملیاتو پرمهال د خلکو لپاره اعلانونه، کرفیو او محدودیتونه

د سر بکف عملیاتو له پیل وړاندې د باجوړ په بېلابېلو سیمو کې د جوماتونو له لاؤډسپیکرونو څخه خلکو ته اعلانونه وشول، چې پکې ویل شوي وو چې خلک دې له خپلو کورونو نه وځي او د امنیتي ځواکونو سره دې مکمل همکاري وکړي.

د امنیتي ادارو له لوري په واضح ډول اعلان شوی چې د عملیاتو په ورځو کې، له سهار ۵ بجو تر ماښام ۵ بجو پورې به کرفیو وي، او د خلکو پر تګ راتګ به بشپړ بندیز وي. ویل شوي چې دغه ګام د خلکو د ژوند او مال د ساتنې لپاره اخیستل شوی، نو اولس دې ددې لارښوونې له لارې عمل وکړي چې ددوی ژوند وژغورل شي.

اعلانونو کې دا هم ویل شوي چې عملیات به تر د ۳۱ جولایی پورې دوام وکړي او او د هر ډول بیړني وضعیت پر مهال له خلکو غوښتنه شوې چې له ډیر احتیاط څخه کار واخلي.

عام اولس ته هم مرګ ژوبله اووښتنې

د باجوړ ضلعې په تحصیل لوی ماموند کې د روان پوځي عملیاتو پر مهال، د س ختو ډزو

له امله د ګڼو عامو خلکو د وژل کېدو خبرونه ورکړل شوي دي. .

د سیمې ځايي سرچینې وايي چې د امنیتي ځواکونو له لوري په بېلابېلو سیمو کې پراخ عملیات روان دي، چې پکې سخت فائرنګ شوی، او ګڼ شمېر بې‌ګناه ولسي وګړي پکې وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

عیني شاهدان وايي، سره له دې چې خلکو غوښتنه کړې چې عام ولس ته زیان ونه رسېږي، خو بیا هم په ځینو سیمو کې د پوځ له لوري بې‌هدفه بمبارۍ شوې، چې پکې ښځې، ماشومان او مشران متاثره شوي دي.

سرچینې دا هم وايي چې د جګړو پر مهال پوځ ته هم درانه تلفات اوښتي، خو د دې دعوو خپلواکه پخلی لا تر اوسه شوی نه دی، خو آیی ایس پي آر وایی چې ټي ټي پي ډلې ته ی درنه مرګ ژوبله اړولې ده. .

د قبایلي ولس غبرګون : د تاوتریخوالي پر ضد پوښتنې

دلته ددې خبرې باید یادونه وشي چې څو ورځې وړاندې هم د خیبر ضلعې په باړه سیمه کې د امنیتي ځواکونو له لوري پر مظاهره کوونکو فائرنګ شوی و، چې له امله یې څو تنه مظاهره‌چیان وژل شوي وو. د دې پېښې وروسته قبایلي ولس پراخ احتجاجونه وکړل او دلته هم د باجوړ تازه پېښه دا پوښتنه راپورته کوي چې

د سولې په نامه روان پوځي عملیات چې کله د عام ولس لپاره په مرګ ژوبله بدلیږي نو دا د هرېو یاست لپاره د فکر او اندېښنې خبره ده.

ځایی اولس بیا بیا غوښتنه کوي چې په اپریشن کې باید عام اولس ته مرګ ژوبله وا نه وړي او ددوی ژوند خوندي پاتې شي

Related Articles

دوحه تړون: د افغان طالبانو پلاوې ترکیه ته روان شوې

October 24, 2025

د هنګو به بلیامینه سیمه کې نن یو ترهګریز برید ترسره شو چې په پایله کې یو پولیس لوړپوړي سره درې نور پولیسو ژوند له لاسه ورکړ

October 24, 2025

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې د تجارتي لارو څخه زیات د یو پاکستاني ژوند مهم دې

October 24, 2025

ناقانونه ګرځول شوې وسله والې ډلې تحریک طالبان پاکستان یوه ویډیو چې ۳:۳۸ وخت لري ښایی چې دوی په ضلع خیبر کې امنیتي پوستې څنګه په نښه کړي

October 24, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *