تازه خبرونه

د پاکستاني ژوند مهم دې نه چې تجارتي لارې: پاکستان

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې ویلي دي چې د تجارتي لارو څخه زیات د یو پاکستاني ژوند مهم دې

1 min read

د پاکستان بهرنیو چارو وزارت ویلي دي چې د دوحه تړون د پاکستان او افغان طالبانو ترمنځ د مذاکراتو وروسته دواړو هیوادونو ترمنځ موافقه شوې ده

د کونړ سیند باندې د افغان لوري ډیم جوړولو په اړه هم د پاکستان کورنیو چارو وزارت څرګندونې مخې ته راغلي

October 24, 2025

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند ويلي دي چې د تېرې اوونۍ د امنيتي حالاتو له امله به د افغانستان سره سرحدي لارې به  تړلې پاتې شي، ځکه د توکو تګ راتګ او سوداګرۍ نه، بلکې د يو عادي پاکستاني وګړي ژوند ډېر ارزښت لري۔

د وياند په وينا، په دوحه کې د پاکستان او د افغانستان طالبانو  ترمنځ د مذاکراتو پر مهال پر يوې سند يا ليکلې موافقې د دواړو خواوو ترمنځ اتفاق شوی او لاسليکونه پرې شوي دي. وياند زياته کړه: “که د افغان طالبانو حکومت دغه سند تړون بولي يا نه بولي، زموږ لپاره کوم توپير نه لري.”

د کنړ سیند په اړه د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت څرګنده کړې چې اسلام‌اباد به د نړيوالو قوانينو له مخې عمل وکړي او د اوبو د استعمال په برخه کې به د قوانينو درناوی کوي۔

وياند زياته کړه چې د تېرې اوونۍ امنيتي وضعيت ته په کتو، د افغانستان سره سرحدي لارې به تړلې وي، ځکه د يو عام پاکستاني ژوند خوندي ساتل د هر څه نه مهم دي۔

د هند او افغانستان ترمنځ د اړيکو په اړه وياند وويل چې د هند له لوري په افغانستان کې د سفارتخونې پرانستل د دواړو هېوادونو داخلي موضوع ده، او پاکستان د دوو نورو هېوادونو په کورنيو چارو تبصره نه کوي. ده زياته کړه چې د افغانستان په چارو کې د هند رول له پخوا ډېر مثبت نه دی پاتې شوی

د اسرائيلو په اړه د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل چې اسرائيل د نړيوالو قوانينو څرګندې سرغړونې کوي، او پاکستان به دا موضوع پر نړيوال کچ راپورته کوي. ده وويل چې موږ د اسرائيلي سرغړونو او هغو پېښو څارنه کوو چې د دغو کړنو سبب ګرځي. د فلسطين د خپلواک دولت جوړېدل هغه روښانه لاره ده چې موږ پرې ولاړ يو

د يادونې وړ ده چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د روانې کړکېچ له امله په ۱۲م اکتوبر  پاک افغان بارډر تورخم ، سپین بولدک دروازه ،  غلام خان او انګور اډه،  خرلاچي نن دیارلسمه ورځ هم تړلې دي. د ځایی سوداګرو په وینا دواړه لوري ته په زرګونو ټرکونه چې د تجاري سامانونو بار دي بند پاتې دي او سوداګر دا هم وایی چې د تازه میوې لارې هم په دواړو لوري بندې پاتې دي چې له امله ی دا میوې خرابې شوي او سوداګر له کروړونو روپۍ زیان سره مخ دي.

نورخبرونه

هند پاکستان کې ترهګرۍ ته وده ورکوي او وسله والو ډلو سره مرستې کوي

پاکستان د افغان طالبانو او هند حکومت ګډه اعلامیه رد کړې ده

Related Articles

د انفارمیشن ټیکنالوجۍ پوهان وایی چې آیی ټي په میدان کې ددې پرمختګ سره به په پاکستان کې د ځوانانو روزنه وشی چې دا به د ځوانانو په ژوند ډیر ښه اثر وکړي

November 9, 2025

اسلام آباد، ۹ نومبر ۲۰۲۵: د بهرنیو چارو وزارت د پاکستان او افغانستان د استانبول خبرو په اړه تفصیلي بیان خپور کړ، چې د نومبر د ۶–۷ په ورځو د ترکیې او قطر د ورور هېوادونو د منځګړتوب لاندې ترسره شوې وې

November 9, 2025

په دې ورستیو کې د پاکستان او ایران ترمنځ استنبول کې خبرې د ځنډ ښکار شوي دي

November 9, 2025

افغان طالبان وایی پاکستان څخه راستنې شوې افغان کورنیو سره مالي مرستې هم کوو

November 9, 2025

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *