تازه خبرونه

په هنګو کې چاودنه د پولیسو ایس پي زبیر شهید شوې

د هنګو به بلیامینه سیمه کې نن یو ترهګریز برید ترسره شو چې په پایله کې یو پولیس لوړپوړي سره درې نور پولیسو ژوند له لاسه ورکړ
د خیبر پښتونخوا هنګو سره سره په نورو سیمو کې هم ترهګریز بریدونه زیات شوي دي

د هنګو ضلع د پولیسو ایس پي زیبر چې کله د چاودنې ځای ته ورسیدو نو دویمه چاودنه وشوه او هغه پکې شهید شو

خيبر پښتونخوا: د هنګو په بليامينه سيمه کې يو پر بل پسې دوه زورورې چاودنې شوې دي، چې له امله يې د پوليس يو لوړپوړی افسر او درې نور پوليس سرتېري شهيدان شوي دي۔

د معلوماتو له مخې، لومړۍ چاودنه د بليامينه د پوليس تاڼې ترڅنګ رامنځته شوه۔ له دې پېښې وروسته د هنګو د پوليسو د عملياتو مشر ایس پي اسد زبېر د پېښې د پلټنې لپاره ځای ته ورسېد۔

د ځایی سرچینو ترمخه چې کله ایس پی زبیر د پیښې ځای ته ورسیدو نو دویمه  زوروره چاودنه وشوه، چې په پايله کې ایس پي اسد زبېر، د هغه محافظ داوود او چلوونکی عاطف شهيدان شول۔ دوه نور پوليس په دې چاودنه کې ټپيان شول چې درملنې لپاره د هنګو ضلعي روغتون ته انتقال شوي دي۔

د پېښې وروسته امنيتي ځواکونو ټوله سيمه کلابنده کړې او د پلټنو لړۍ يې پيل کړې ده۔ د بم شنډولو ځانګړې ډله بي ډي ایس هم د پیښې ځای  ته رسېدلې، څو د چاودنو له ځایه شواهد راټول کړي او د استعمال شوي موادو او احتمالي بريدګرو په اړه څېړنه وکړي۔

نورخبرونه

خیبر پښتونخوا کې ترهګري: د ترهګرۍ پیښو مهم رپورټ جاري شوې

Related Articles

د ملګرو ملتونو راپور: په افغانستان کې TTP، AQIS او ISKP شته، چې پاکستان او سیمه ییز ثبات ته ګواښ دي

February 11, 2026

د CPI ۲۰۲۵ پاکستان لپاره حوصلې ورکونکی پیغام دی، خو دا پیغام یوازې د ځان اطمینان لپاره نه

February 11, 2026

هند د اندس د اوبو د تړون له مخې د پاکستان سره د بندونو معلوماتو شریکولو د PCA ټاکلې نېټه پوره نه کړه، چې قانوني اندېښنې یې راولاړې کړې

February 11, 2026

راپورونه وایي چې عمران خان د عامه نیوکو او سیاسي لانجې له وېرې خپلو اولادونو ته پاکستان ته د تګ مخه نیسي

February 11, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *