تازه خبرونه

د هند پخواني داخله وزير چدم برم هم پهلګام حمله د پاکستان خلاف سازشي ډرامه ګرځولي او وئيلي ئي دي چې دې حمله کښې پاکستان ککړ نه وو

پهلګام حمله کونکي هندوستانيان وو تربيت ئې هم دلته ترلاسه کړې وو،په پاکستان بے بنياده الزامات لګولي شويدي،چدم برم
د هند پخواني داخله وزير چدم برم هم پهلګام حمله د پاکستان خلاف سازشي ډرامه ګرځولي او وئيلي ئي دي چې دې حمله کښې پاکستان ککړ نه وو

مودي د سندور آپريشن حقائق پټ ساتلي دي،چدم برم

پهلګام حمله کښې د پاکستان خلاف د دروغو او بے بنياده پروپګنډا کونکي هند وزيراعظم يو وارې بيا مخ تورن شوېدے ۔ د هندوستان د اخله امورو پخواني وزير چدم برم هم د دې خبرې تصديق کړېدے چې پهلګام حملې په شا د نريندر مودي انتظاميې عزائم پاکستان بدنامه کول وو ۔ د هند يوې خبرې ادارے سره د مرکې په وخت چدم برم وئيلي دي چې نريندر مودي بغير د څه تحقيقاتو د پهلګام حملې ذمه وار پاکستان ګرځولي وو په دې حواله که حکومت سره څه ثبوتونه وي نو پکار وه چې هغه ئې خپل اولس ته هم په ډاګه کړي وو او دغه ثبوتونه به ئې پاکستان ته هم سپارلي وو۔

د يوې پوښتنې په جواب کښې چدم برم ووئيل چې داسې معلوميږي چې وزيراعظم مودي پهلګام حملې او د پاکستان خلاف سندور آپريشن حقائق پټ ساتل غواړي حکومتي وزيران خو هسې بيانونه ورکړي خو پارليمنټ کښې براه راست په دې معامله بحث کولو نه ډډه کوي۔ چدم برم زياته کړيده چې د هند نيشنل انوسټي ګيشن ايجنسۍ هم د پهلګام حمله کونکو شناخت نه دي کړے دا هم کيدې شي چې دغه کسان د هندوستان خپل وګړي وو او د ترهه ګرۍ تربيت ئې هم دلته کښې ترلاسه کړي وو ۔ چدم برم د پاکستان او هند ترمينځ تاؤ تريخوالې کمولو کښې د امريکې کردار نه منلو په حواله حکومتي وزيرانو په بيانونو هم د افسوس اظهار کړېدے او وئيلي ئي دي چې د امريکني صدر ټرمپ په وينا نريندر مودي د پاکستان سره جنګ بندي کړي وه او هغه په دې معامله هم قام ته دروغ وائي ۔ د چدم برم تعلق د کانګرس ګوند سره دے دې نه وړاندې هغه د غزه په صورتحال او د فلسطنيانو خلاف ظلمونو په حواله د نريندر مودي حکومت په پاليسو هم سختې نيوکې کړې وې.

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *