تازه خبرونه

فاټا لویه جرکه انضمام ردوي، له حکومتي کمیټۍ سره خبرو اترو ته تیار یو: حاجی بسم الله خان افریدي

فاټا لویه جرکه انضمام ردوي، له حکومتي کمیټۍ سره خبرو اترو ته تیار یو: حاجی بسم الله خان افریدي

د فاټا لویه جرګه قبایلي سیمې په صوبه کې د ورګډولو په بشپړه توګه مخالفت کوي او پریکړه ردوی: د مشرانو اعلان

فاټا لویه جرګه‌ د قبایلي سیمو په خیبر پښتونخوا کې ورګډول په بشپړه توګه ردوي، د قبایلي سیمو د جلا پېژندګلو د بیا بحالۍ او د دې لپاره د آئیني بدلون ملاتړ اعلان کوو، د حکومتي کمېټۍ سره هم د خبرو اترو لپاره هم چمتو یو: فاټا لویه جرګه کې د مشرانو اعلان

د فاټا لویې جرګې د پخوانۍ فاټا د انضمام بشپړ مخالفت وکړو او د قبایلي سیمو د جلا آئیني پېژندګلو د بحالۍ لپاره د وړاندیز شوې آئیني ترمیم پوره ملاتړ اعلان وکړو. همدارنګه د مرکزي حکومت له خوا جوړې شوې کمېټۍ سره ی د خبرو اترو چمتووالی څرګند کړو ترڅو چې د قبایلي اولس اصل دریځ او غوښتنې نیغ په نیغه حکومتي ادارو او چارواکو ته ورسوي

دا اعلان او دریځ د ضلع خیبر په جمرود شاه کس سیمه کې د جرګې د مشر حاجي بسم الله خان قبایلي په حجره کې د فاټا لویې جرګې د کابینې او سپریم کونسل د مهمې غونډې پر مهال وشو. په دې غونډه کې د بېلابېلو قبایلي ضلعو مشران، مخور کسان او استازو ګډون وکړو

له انضمام وروسته هم د قبایلي سیمو ستونزې هوارې نه شوې: مشران

غونډې ته په وینا کې حاجي بسم الله خان ق، ملک خان مرجان، ملک محمد حسین، اعظم خان محسود، ملک ضراب، ملک فضل الرحمان، ملک نقاب شاه، ملک اسرار، حاجي رحیم، ملک نواب زاده فضل کریم، ملک خالد اکبر، حاجي صفت شاه، ملک عبدالرزاق، ملک خالد زخه خېل، نجیب مجبور، ملک شکیل اورکزی، ملک یار محمد، ملک محمدي شاه، ملک زیارت گل مہمند ویناګانې وکړې او وی

ویل چې قبایلي سیمې په صوبه کې ورګډولو وروسته نه دوی ته انصاف په لاس راغې او نه د قبایلي اولس نورې ستونزې هوارې کړې شوې

د قبایلي سیمې اولس ځانګړې پیژندګلو او نظام ته زیان ورسید: مشران

ویناوالو په ګډه وویل چې انضمام د قبایلي دودونو، خپلواک ژوند او تاریخي پېژندګلو ته دروند زیان اړولی دی. نو قبایلي ضلعو ته دې بېرته خپل زوړ آئیني شناخت ورکړل شي، ترڅو خپلې ستونزې د خپلو دودونو او خوښې سره سم سمې هوارې کړي

د کمېټۍ سره مشروطې خبرې

که څه هم د امیر مقام په مشرۍ د جوړې شوې حکومتي کمېټۍ د جرګې لخوا مخکې رد شوې وه، خو د وړمې ورځ غونډې وروسته دا پرېکړه وشوه چې د فاټا لویې جرګې استازي به د حکومتي پلاوي سره خبرې وکړي او د قبایلي ولس اصلي غوښتنې او دریځ به ورته وړاندې کړي

په وسایلو د قبضې هڅه به ونه منل شي: فاټا لویه جرګه

د جرګې مشران وویل
که حکومت د قبایلي ضلعو په وسایلو یا معدنیاتو د قبضې لپاره کوم ګام پورته کړو، نو فاټا لویه جرګه به یې سخت مخالفت وکړي. قبایلي ولس د قائداعظم د وینا او بیان سره سم د خپلو حقونو غوښتونکي دي او د خپل راتلونکي پرېکړه به په خپله کوي

سیاسي او آئیني مبارزه به دوام وکړي: د مشرانو وینا

د غونډې په پای کې دا پرېکړه وشوه چې د جلا پېژندګلو د بحالۍ او د انضمام د بیرته اخستلو لپاره به سیاسي، قانوني او آئیني مبارزه روانه وساتل شي. په دې موقع د قبایلي ځوانانو، زده کوونکو او د هېواد نورو یو شمیر غړو ته هم دا بلنه ورکړل شوه چې له دې تحریک سره مرسته وکړي او دوی سره یو ځای شي

Related Articles

که دولت د پرمختیايي پروژو ترڅنګ د ځوانانو فکري ساتنه او سمې معلوماتو برابرولو کې پاتې راشي،

February 14, 2026

دغه اعتراف د طالبانو هغه اوږدمهاله ادعا رد کړه چې هغوی یې هڅه کوله نړیوالو ته دا انګېرنه ورکړي چې د دوی او القاعده په څېر سازمانونو ترمنځ اوس نور هېڅ اړیکه نشته

February 14, 2026

د بلوچستان او خیبرپختونخوا وروستیو بریدونو ته په اشاره، هغه د ملکي وګړو، تاسیساتو او امنیتي ځواکونو د هدف ګرځولو غندنه وکړه. هغه وویل چې ترهګرۍ ته هیڅ توجیه نشته او هغه عناصر چې د دې لپاره نرم دریځ لري، په حقیقت کې ملي یووالي ته زیان رسوي

February 14, 2026

بنګله‌دیش له یوه لوی بحران سره مخ شوی او ټاکنې ترسره شوي دي، او واک لېږد روان دی. هغه ګوند چې تر پرون پورې په حسینه واجد د شکنجې په حجرو کې وژل کېده، اوس د دویمې سترې ځواک په توګه را څرګند شوی دی.

February 14, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *