پاکستان متحده عربي اماراتو ته د ۲ ارب ډالرو لویه اندازه پیسې بېرته ورکړې دي. د اسټېټ بانک ویاند ویلي چې دا رقم د “سیف ډیپازټ” په توګه د پاکستان په حساب کې ساتل شوی و او اوس بشپړ بېرته ادا شوی دی. دا ګام د هېواد د مالي اعتبار د ښه کېدو او نړیوالو ژمنو د پوره کولو په توګه ګڼل کېږي
خزانې وزارت سرچینو ویلي
د خزانې وزارت سرچینو ویلي چې اماراتو د نړیوالو مالي حالاتو او خپلو پالیسیو له مخې د دې پیسو د ژر بېرته غوښتنه کړې وه. پاکستان پر دې رقم ۶ سلنه سود هم ورکاوه. مخکې به دا پیسې هر کال رول اوور کېدې، خو د ۲۰۲۵ په پای کې د لنډې مودې لپاره تمدید شوې وې، چې وروسته حکومت د بشپړې ادایګۍ پرېکړه وکړه
بل لور ته د سعودي عربستان له خوا مالي مرسته هم مهم رول لوبولی دی. سرچینې وايي چې ۲ ارب ډالر پاکستان ته ترلاسه شوي او د ۳ ارب ډالرو د نورو زیرمو ژمنه هم شوې ده، چې له امله یې د اماراتو پور بېرته ورکول اسانه شوي دي
اقتصادي کارپوهان وایي چې د دې پور بېرته ادا کول به د سودي بوج کم کړي، خو لنډ مهال کې به د زرمبادلې پر زېرمو فشار راولي، چې د سعودي مرستو له امله به یې اغېز جبران شي