د کشمیر یو آزاد انساني حقونو تنظیم یو رپورټ خپور کړې، په رپورټ کې ویل شوي دي چې له ۱۹۸۹ میلادي کال راهیسې، هندي پوځونو ۷۰ زره کشمیري مسلمانان وژلي دي چې دا رپورټ ښایی چې هندي فوځیان او د مودي حکومت د انساني حقونو څخه سرغړونه کوي.
سازشي نظریه څه شی ده؟
سازشي نظریه یا مفروضه هغه نظریه ته ویل کېږي چې پکې دا ګمان کېږي چې هر پېښه یا حادثه چې رامنځته کېږي، د هغې شاته یو پټ تنظیم، ډله یا قوت شتون لري. دا ډله یا تنظیم هڅه کوي چې د دغې پېښې له لارې خپل یو ځانګړې هدف ترلاسه کړي، او همداراز یو مشخص مخالف هیواد، ملت یا ډله بدنامه کړي، ورباندې یرغل وکړي یا د قبضې کولو لپاره ورته ځان برابر کړي.
د سازشي نظریې له مخې، همدا ډله یا هېواد رسنۍ هم تر خپل کنټرول لاندې راولي، او بیا د مخالفینو د بدنامولو لپاره رسنۍ په دوام داره توګه کاروي.
په مقبوضه کشمیر کې د هند لخوا نیول شوی ښکلی او د سیلګرۍ لپاره مشهوره سیمه پهلګام، چې د کشمیر سویټزرلینډ بلل کېږي، هلته د ۲۰۲۵ کال د اپریل په ۲۲مه یوه خطرناکه ترهګریزه پېښه رامنځته کېږي، نامعلومو وسلهوال د نړیوالو او سیمهیزو سیلانیانو پر ضد برید کوي او شاوخوا ۲۶ تنه وژل کېږي .
د دې پېښې وروسته، د مودي حکومت د پخوا په څېر، بې له کوم ثبوته د ترهګرۍ دا پېښه پاکستان پورې تړي. پاکستان دغه تورونه څو څو ځله ردوي او غوښتنه کوي چې د دې پېښې د پلټنې لپاره دې د ملګرو ملتونو تر مشرۍ لاندې یوه نړېواله تحقیقي کمېټي جوړه شي، خو هند دا غوښتنه ردوي او بې له کوم دلیل یا شواهدو، پاکستان باندې بې بنیاده او د دروغو نیوکو او تورونو ته دوام ورکوي.
تاریخي سازشي نظریه او د پېښې تر شا هدف
پورته چې د سازشي نظریې یادونه وشوه ، دلته غواړم چې د همدې نظریې یوه ځانګړې بڼه “تاریخي سازشي نظریه” په اړه څو ټکي ولیکم او د پهلګام پېښې سره یې وتړم.
مودي حکومت غواړي د پهلګام دا پېښه د سازشي نظریې له مخې داسې وکاروي چې د کشمیر اصلي تاریخ او حقیقت پټ کړي، او پاکستان بدنامه کړي. خو د هند دا سازش به ناکام شي، ځکه چې د ملګرو ملتونو لخوا د ۱۹۴۸ کال قراردادونه لا هم پر ځای دي .
د دې قراردادونو مهم ټکي دا دي چې د کشمیر د برخلیک پرېکړه باید د یو ټولپوښتنې له لارې وشي او د کشمیر ولس ته دا حق ورکړل شي چې هغوی وغواړي پاکستان سره یوځای شي او که هندوستان سره. د دغو قراردادونو یو مهم شرط دا هم دی چې هندي پوځونه باید له مقبوضه کشمیره وویستل شي، خو د هند ظلم او سرغړونه دا ده چې تر نن ورځې یې نه یوازې دا پوځونه ویستلي او نه کشمیري مسلمانانو پر ضد ظلمونه ودرولي بلکې د کشمیري مسلمانانو پرضد د هندي فوځ ظلمونه دوام لري.
مودي حکومت غواړي د دې ډول سازشي نظریو له لارې د کشمیري ولس د آزادۍ غږونه خاموش کړي، خو دا ممکن نه ده. د ملګرو ملتونو د بشري حقونو لوړ کمېشنر په ۲۰۱۸ کال کې یوه مهم رپورټ خپور کړې چې پکې د هندي پوځ لخوا د کشمیري مسلمانانو پر ضد د بشري حقونو له سختو سرغړونو پرده پورته شوې وه. په دې رپورټ کې راغلي چې د هند پوځ د کشمیریانو پر ضد له حد څخه زیات زور او تاوتریخوالی کارولی، هغوی ی وژلي، د پیلټګنز نه یې کار اخیستی او پر مظلوم کشمیر اولس یې دا ډول وسلې وکارولې.
جې کې سي سي ایس، د آزاد جمو کشمیر د مدني ټولنې اتحاد، د بشري حقونو په اړه کار کوي، په خپل تازه رپورټ کې ویلي چې له ۱۹۸۹م راهیسې، هندي پوځ او استخباراتي ادارو شاوخوا ۷۰،۰۰۰ اتیا زره کشمیري مسلمانان وژلي دي. دغه رپورټ کې دا هم ویل شوي چې زرګونه کسان بې درکه شوي، د نامعلوم ځایونو ته انتقال شوي، شکنجهخونو ته اچول شوي او سخت جسمي او ذهني تشدد پرې شوی دی .
یو اړخ ته د هندي پوځ دا ظلمونه روان دي، او بل اړخ ته مودي حکومت د ۲۰۱۹ د اګست په میاشت کې د کشمیر ځانګړې خپلواک حیثیت (آرټیکل 370) لغوه کړ، چې له امله یې د کشمیري ولس مایوسي او اندیښنې نورې هم زیاتې شوې.
ددې ظلمونو پر ضد د کشمیري ځوانانو مبارزه نوره هم زیاته شو، او تر اوسه پورې له دو زرو ۲۰۰۰ زیات داسې ځوانان نیول شوي دي چې د هند پر ضد یې غږ پورته کړی او د هغوی ظلمونه یې نړۍ ته ښکاره کړي دي .
دلته دا خبره هم د یادونې وړ ده چې هند له ۱۹۴۸ کال راهیسې د نړیوال قانون، د بشري اصولو او د ملګرو ملتونو د قراردادونو سرغړونه کوي او تر اوسه پورې یې کشمیري مسلمانان له آزادۍ حق او د آزادۍ غوښتلو له اساسي حقونو څخه محروم ساتلي دي.
د مودي حکومت نوی سازش او نړیوال تبلیغاتي کمپاین
د پهلګام د ترهګریزې پېښې په ترڅ کې هند غواړي پاکستان بدنامه کړي، په کشمیري مسلمانانو د هند فوځ ظلمونه پټ کړي او په نړیواله کچه پاکستان یواځې کړي. د دې هدف لپاره، د مودي حکومت اووه (۷) سفارتي کمېټې جوړې کړې چې د بیل بیل پلاوي په شکل کې ی د اروپایی او امریکا ته سفر وکړو خو ددوی د کمپاین په بشپړه توګه د ناکامۍ سره مخ شو.
پاکستان باید څه وکړي؟
په داسې وخت کې دا د پاکستان لپاره اړینه ده چې د خپل بهرني سیاست بیا کتنه وکړي. هغه هېوادونه چې پکې پاکستان سفارتونه لري، باید سفارتي غړي یې فعاله شي. دوی ته پکار دي چې د مقبوضه کشمیر د حالاتو، د هندي پوځ د ظلمونو، او د پاکستان پر ضد د هند د درواغو تبلیغاتو حقیقت په مؤثره توګه نړۍ ته ورسوي او دوی ته د هند لوري په کشمیري مسلمانو ظلمونه ور په ګوته کړي.
د هند سفارتي مشن د ناکامولو او د پهلګام پیښه بې بنیاده ثابتولو په اړه د پاکستان پیپلزپارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري په مشرۍ کې د پاکستان پلاوي د اروپایی ملکونو او د امریکا کامیاب سفر پای ته رسولې دې، د پاکستان پلاوي په امریکا کې د ملګري ملتونو مشرانو سره وکتل او د هند تور مخ ی ورښکاره کړو او د هند سازشونه ی ټول ور په ګوته کړل.
پاکستان باید د چین، ترکیې او نورو اسلامي هېوادونو سره هم مشورې وکړي، د هغوی ملاتړ ترلاسه کړي او د ملګرو ملتونو په سازمان کې یو نوې او تازه قرارداد وړاندې کړي، چې پکې د مقبوضه کشمیر د وضعیت او د هندي پوځ لخوا د کشمیري ولس د ځورونې حقیقتونه وړاندې شي.
د مودي حکومت دا سازشي نظریه به ناکامه شي
په پای کې زه دا ویل غواړم چې د مودي حکومت دا سازشي نظریه، چې غواړي د کشمیر اصلي تاریخ او حقیقت له نړۍ پټ کړي، دا به هېڅکله بریالۍ نه شي. کشمیري ولس ته به ان شاء الله خپل د خپلواکۍ او ازادۍ حق په لاس راشي. .
د هند لوري په ناقانونه توګه قبضه شوي جمو کشمیرکې مسلمانان له پاکستان سره د دین، عقیدې او
ایمان له لارې یو بل سره تړلي دي او همدا وجه ده چې د پاکستان پوځ ویاند په یو بیان کې ویلي دي چې وس وخت راغلې دې چې کشمیر به پاکستان جوړ شي.
د مودي حکومت د یو سازش لاندې د پهلګام پیښې وروسته په پاکستان د برید هڅې د می میاشتې په ۷ او ۸ هم ناکامه کړې شوې او د پاکستان زړه ورو پایلټانو د هند ۶ جنګي الوتکې را اوغورځلې او د کامیابۍ خبره دا وه چې د پاکستان ټولې جنګي الوتکې بغیر د څه زیان خپل مشن په بریالیتوب سره سر ته ورسولو او هند ته ی په دې جنګ کې تاریخي ماتې ورکړه.
د هند پاکستان په ضد کمپاین دلته هم ناکامه شو چې د پاکستان د پوځ مشر او فیلډ مارشال جنرال عاصم منیرد امریکا اولس مشر په دعوت امریکا ته لاړو ، په امریکا کې ی د ټرمپ لوري د غرمې ډوډۍ لپاره په بلنه کې ګډون وکړو. په دې موقع ټرمپ رسنیو سره خبر هم وکړې او وی ویل چې د پاکستان پوځ مشر سره دده لیدنه ددوی لپاره یو ویاړ دې.
دا خبرې او لیدنه څرګندوي چې پاکستان هند ته په سفارتي کچه هم او د جنګ په میدان دواړو کې شکست ورکړې دې او د هند ټول سازشونه ناکامه شوي دي