تازه خبرونه

ايران ۔ اسرائيل کشيدګي،د حملو سلسله په اتمه ورځ هم جاري،جنګ کښې د امريکې د شموليت فيصله دوه هفتو پورې ځنډيدلې ده

اسرائيل ۔ ايران جنګ بندولو لپاره سفارتي کوششونه جاري، چين او روس دواړو ملکونو له د مذاکراتو تجويز ورکړېدے
اسرائيل او ايران ترمينځ تاؤتريخوالې ختمولو لپاره کوششونه جاري

ايران ۔ اسرائيل جنګ کښې شدت،سفارتي کوششونه

د اسرائيل او ايران ترمينځ جهګړه کښې په اتمه ورځ نور هم شدت راغلې دے،ايران د اسرائيل جنوبي سيمو باندې هم ميزائيلې داغلې دي ۔ اسرائيل رسنيو ترمخه بيرشيه ښار کښې رهائشي ودانې په بيلسټک ميزائلو ويشتلي شويدي،د ايران سپريم سيکيورټي کونسل لخوا جاري شوي بيان کښې وئيلي شويدي چې آپريشن وعده صادق سوئم لاندې په اسرائيل جوابي حملې جاري دي د اسرائيل فوج کمانډ او انټلي جنس هيډکوارټر تباه کړي شوېدے او حملو کښې به نور هم سيوا والې راوستلي شي ۔

بهرملکي رسنيو ترمخه دواړو ملکونو حملو کښې په سوؤنو کسان وژلي شوي او د ژوبل کسانو شميره د زرو نه سيوا شويده.د اسرائيل پوځ ترجمان دعوي کړيده چې ايران حملو کښې کلسټر بمونه هم استعمالوي ۔ د ايران په مختلفو ښارونو هم د اسرائيل فضائي حملې جاري دي تازه حملې د سپريم ليډر ايت الله خامنااي رهائشي علاقه او جوهري تنصيباتو باندې شويدي ۔ امريکني صدر ډونلډټرمپ په دې جنګ کښې د شموليت فيصله دوه هفتو پورې ځنډولې ده ۔

د وائټ هاؤس ترجمانې کيرولين ليويټ وئيلي دي چې ايران سره اوس هم د جوهري پروګرام په معامله د مذاکراتو دروازے نه دي بند کړې شوے اميد لرو چې تهران انتظاميه به روانه شخړه د کمولو لپاره د مذاکراتو دا موقع ضائع نه کړي ۔ کيرولين ليويټ وينا ترمخه صدر ټرمپ مشرقي وسطي کښې د کشيدګۍ خلاف دې او هغه فيصله کړيده چې ايران اسرائيل جنګ کښې في الحال امريکه نه شامليږي که چرې دا جنګ اوږد شو يا د امريکې مفاداتو ته څه نقصان رسيدو انديښنه وه نو دوه هفتې پس به صدر ټرمپ په دې حواله څه قسمه فيصله کوي ۔

د امريکني صدر په دې فيصله اسرائيلي وزيراعظم نتن ياهو د افسوس اظهار کړېدے، اسرائيلي رسنيو ترمخه وزيراعظم نتن ياهو د امريکې د مرستو بغير هم ايران سره جنګ جاري ساتلو فيصله کړيده ۔ د دواړو ملکونو ترمينځ جنګ کښې شدت راتلو نه پس مختلف ملکونو د ايران او اسرائيل نه خپل وګړي واپس رابللي دي، آسټريليا، جمهوريه چيک،نيوزي لينډ اوسوئټزلينډ په تهران کښې سفارتخانې تړلي دي او سفارتي عمله ئې واپس رابللې ده ۔

ايران او اسرائيل جنګ بندولو لپاره سفارتي کوششونه هم جاري دي ،جينوا کښې د يورپي ملکونو د خارجه وزيرانو او ايران وزير خارجه عباس عراقچي ترمينځ په جوهري پروګرام مذاکرات کيږي ۔ د روس صدر ولادي ميرپوټن او د چين صدر شي جن پنګ ترمينځ ټيلفونک رابطه شويده، دواړو مشرانو ايران اسرائيل جهګړه کښې سيوا والي باندې د تشويش اظهار کړے او دا ئې د علاقائي سالميت لپاره نقصاني ګرځولي دے ۔

د چين صدر شي جن پنګ د دې شخړې د هواري لپاره څلور تجويزونه وړاندې کړيدي چې پکښې فوري جنګ بندي،د ايران او اسرائيل ترمينځ مذاکرات،د دواړو ملکونو جنګ خاتمے لپاره نړي وال کوششونه او حملو کښې عام اولس نه په نښه کول شامل دي ۔ د ايران سرکاري رسنيو ترمخه بريګيډئير جنرل مجيدخادمي د پاسداران انقلاب نوي انټلي جنس چيف مقرر کړي شوېدے،د آئي آر جي سي پخواني انټلي جنس چيف جنرل کاظمي د اسرائيل حمله کښې دوه ورځې مخکښې شهيد شوي وو

Related Articles

د هند وزیراعظم نریندر مودي سمدستي مبارکي څرګندوي چې نوي ډیلي غواړي په بنګله دیش کې د هر ډول سیاسي بدلون سره سره خپل نفوذ وساتي

February 13, 2026

د روس د امنیت شورا سکرتر سرګي شویګو د افغانستان او تاجکستان پر سرحد د وسله والو نښتو او تیریو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او د CSTO په چوکاټ کې د سرحدي ثبات پروګرام تایید کړ

February 13, 2026

فیلډ مارشل سید عاصم منیر او د سعودي د دفاع وزیر پرنس خالد بن سلمان ترمنځ یوه مهمه ناسته وشوه، چې پکې د ستراتیژیکې دفاعي شراکتدارۍ د لا پیاوړتیا ژمنه بیا تکرار شوه

February 13, 2026

د پی ټي آی بنسټګرې خور نورین خانم له خوا د زندانونو افسر عبدالغفور انجم ته په سوشل میډیا کې احتمالي ګواښونو ورکولو وروسته، قانوني کارپوهانو دا د PECA قانون سرغړونه وبلله

February 13, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *