تازه خبرونه

سعودي عرب او یو شمیر عرب هیوادونو کې نن لوی اختر نمانځل کیږي

ترکي هیواد او یو شمیر نورو یورپي هیوادونو کښې هم نن لوی اختر مسلمانانو په مذهبي جوش او جذبې سره ونمانځل
د مکې مبارکې د حرمین شریفین امام په خپلو دعاګانو کې د فلسطین مسلمانانو لپاره هم ځانګړې دعاګانې غوښتې دي.

که څه هم په سعودي عرب کې نن د لوی اختر ورځ ده خو حاجیان د مناسک حج ادا کولو په لړ نن لوی شیطان په کانړ ولي

په سعودي عربستان او نورو عرب هېوادونو کې نن مسلمانانو د لوی اختر (عیدالاضحیٰ) ورځ په مذهبي جوش او جذبې سره ونمانځله، مسلمانانو د اختر مونځ ادا کړو ، حاجیانو نن ورځ د جمرات ادا کولو پس د څاروو قرباني وکړه.

د اختر د لمونځ تر ټولو سترې غونډه د مسجد الحرام او مسجد نبوي په سپېڅلو جوماتونو کې ترسره شوې او په زرګونو مسلمانانو د اختر مونځ ادا کړو، بل اړخ ته په سعودي عربستان کې د حج مناسک جمرات ادا کوي. .

حجاج به نن د مزدلفې نه منی ته ستون شي، چیرې چې به دوی “لوی شیطان” په کانړو اوولي او بیا به قرباني وکړي، سرونه به وخريي او خپل احرامونه به خلاص کړي . .

د لوی اختر په مناسبت سعودي مشرتابه ته د ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو له مشرانو خوا مبارکي ویل کېږي . .

تر دې وړاندې، د زیارت په ورځ (د پنجشنبې په ورځ) له ۱.۶ میلیونه زیات حاجیانو د حج مهم رکن “وقوف عرفه” ادا کړ. په دې موقع ځانګړې د فلسطین د مسلمانانو سره سره د ټولې نړۍ مسلمانانو لپاره ځانګړې دعاګانې وغوښتل شوې. .

د مسجد الحرام امام، شیخ ډاکټر صالح بن عبدالله، دعا وکړه: چې ای الله! زمونږ د فلسطین وروڼه پر دښمنانو بریالي کړې.

Related Articles

وزیراعظم شہباز شریف وویل چې د نړیوالو تېلو د بیو کمښت اغېز به ژر تر ژره ولس ته ورسول شي ترڅو ګراني کمه شي

April 18, 2026

په لبنان کې د اوربند له پلي کېدو څو ساعته وروسته د اسرائیل له لوري سرغړونې، د جنوبي سیمو ګولاباري او تاوتریخوالی دوام لري

April 17, 2026

ایراني سفیر اسلام آباد د امریکا سره د مذاکراتو یوازینی ځای بللی او پر پاکستان یې بشپړ باور څرګند کړی دی

April 16, 2026

وزیراعظم شهباز شریف له خپل وفد سره دوحې ته رسېدلی دی، چیرې چې هغه به د قطر له امیر سره په کتنه کې د دوه اړخیزو همکاریو او سیمه‌ییز سولې په اړه خبرې وکړي

April 16, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *