تازه خبرونه

هري پور کې پر ۲۱کلنه  افغانۍ میرمن  جنسي تیرې شوې

پر افغانۍ میرمن جنسي تیرې کوونکې کسان له پولیسو لوري نیول شوي دي.
پولیس وایی د طبي معاینې وروسته جنسي تیرې تصدیق شوې دې

په افغان میرمن د جنسي تیري لومړې پلټنو راپور جمع شوې دې.

هری پورافغان کمپ کې پر یوه افغان میرمن د ۵ نورو افغانانوً لخوا ډله ایز  جنسي تېري شوي دې.  .

د هری پور (خیبرپښتونخوا)  پولیس وايي چې په هری پور د کلا بټ ټاون شپ په سیمه کې پر یوې ۲۱ کلنې افغان میرمن د پنځو کسانو له لوري د ټولیز جنسي تېري مبینه پېښه رامنځته شوې ده.

د ایس‌اېچ‌او صدیق شاه په وینا، دغه واده شوې افغانۍ مېرمن چې مېړه یې په بهر کې دی، افغان کمپ نمبر ۱۶ ته د خپلوانو لیدو ته روانه وه، چې یو تن ځان باچا په نوم معرفي کړ او هغه یې د جوارو کرونده ته بیوله او ورسره یې جنسي تېری وکړ. تر دې وروسته نور څلور کسان هم ورغلل او پر مېرمن یې په  نوبت په نوبت جنسي تېری وکړ.

افغانې مېرمنې پولیسو ته ویلي چې د مقاومت پر مهال یو تن ملزم هغه وهلې ټکولې ده چې د هغې پر مخ او شونډو ټپونه لیدل کېږي. د لومړني طبې معاینې راپور د جنسي تېري پخلی کړی دی. پولیسو زیاته کړې چې دغه افغان مېرمن د نوې ابادۍ سکټر ۳ په کرايي کور کې اوسېږي او د پاکستان ویزه هم لري.

نورخبرونه

افغانستان سفیر د افغان کډوالو نیټه د بیا غځولو غوښتنه کړې ده

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *