تازه خبرونه

 ډینګي بخار چارسده کې وبایی شکل اختیار کړې دې

د ډینګي بخار له وجهې چارسده کې یوه بله میرمن هم مړه شوې
ډاکټران وایی چې د ډینګي بخار که زر علاج وشي نو بیا د انسان ژوند بچ کیدلې شی

د صحت کارپوهان وایی چې ډینګي تبه د یو ماشي له امله انسان ته لګي چې دا بیا د انسان ژوند هم اخستلې شي

د خیبر پښتونخوا په چارسده کې د ډینګې بخار وبایی شکل اختیار کړې دې او راپورونو ترمخه یوه بله میرمن هم چې له ډینګې متاثره شوې وه ، ژوند ی له لاسه ورکړې دې.

سرچینو ددې میرمن د مړینې تاید کړې دې او وایی چې مړه شوې میرمن د ضلعی روغتون د یو کارکوونکي خالد میرمنې ورندار وه.

 د سرچینو ترمخه په چارسده کې په دې وروستیو کې ۱۰ کسانو ژوند له لاسه ورکړې دې، سرچینې وایی چې د انتظامیه رسمي اعلامیه پرته هم په ښار کې شخصي لابراتورونه د ډینګې بخار ټیسټ فیس له ۶۰۰ تر ۱۰۰۰ روپیو اخلي. .

  د پېښور ډويژن په پنځو ضلعو کې ۹۰ سلنه د ډینګي پېښې يوازې له چارسدې راپور شوي دي، سرچینې وایی چې د چارسدې صحت اداره تراوسه پورې د ډینګې بخار له امله د مړینو څخه انکار کوي، په داسې وخت کې چې د چارسدې په سرکاري او شخصي هسپتالونو کې ګڼ شمیر هغه رنځوران داخل دي چې د ډینګي مرض ښکار دي او دوی تر درملنې لاندې دي.   ځایی مشرانو او ټولنیز شخصیتونو له لوړ پوړه چارواکو غوښتنه کړې ده چې په چارسده او ټول پیښور ډویژن کې دې د ډینګي بخار څخه د بچ کیدلو لپاره سپرې وکړې شي او ځایی اولس له دې د ډینګي بخار په اړه ځانګړې پوهاوې ورکړل شي چې دوی د خپل کور کلي خلک د ډینګي رنځ څخه  بچ کړي.

نورخبرونه

چارسده کښې پوليسو او مطلوب ملزمانو ترمينځ ډزو تبادله کښې دوه ملزمان وژلي شوېدي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *