تازه خبرونه

ډیره اسماعیل خان کې مور د خپلو بچوژوند اخستې

د ډیره اسماعیل خان درکهانوالي سیمې یو مور زینب خپل دوه بچي په چاړه حلال کړي دي، دا نه ده معلومه چې ماشومان ی ولې وژلي
په هیواد کې یو څه وخت داسې پیښې رامنځته کیږي چې انسان ډیرغمجن کړي

د یو ماشوم عمر صرف ۴۰ ورځې او یوه ی لور چې د ۲ کالو وه په ډیر ظلم او بې رحمۍ خپلې مور وژلي دي

ډېره اسماعيل خان: په بستي درکهانوالي کې يوې بې رحمه مور خپل دوه کوچنيان بچي وژلي دي،  درکهانوالي  کې يوه ډېره خواشينونکی او زړه پاروونکی پېښه رامنځته شوې ده، چيرته چې يوې بې رحمه مور د خپلو دوو کوچنيانو مرې پرې کړې او په بې رحمۍ يې وژلي دي.د وژل شوو ماشومانو پېژندنه ، سهيل خان (عمر ۴۰ ورځې) او  اقراء بي بي (عمر ۲ کاله)، وژل شوو ماشومانو پلار ثناالله دې

سرچینې وایی چې  د ماشومانو مور زينب بي بي چې د نسيم خان لور ده ، په بستي درکهانوالي کې په کرايه کور کې  اوسېدله.دې بې رحمه مور زينب بي بي د چړې وسسیله  سره د دواړو ماشومانو غاړې پرې کړې او هغوی يې حلال کړل.د پېښې سمدستي وروسته د وژل شوو ماشومانو مړي روغتون ته ولېږدول شول. د وژل شوو ماشومانو ماما محمد حسن د پېښې تصديق کړې او ويې ويل چې د نامعلومو وجوهاتو له امله يې خور (د ماشومانو مور) دا ډېر خطرناک ګام پورته کړی او دواړه ماشومان يې وژلي دي.محلي پوليسو د پېښې رپورټ ثبت کړی او نورې پلټنې او څېړنې يې پيل کړې دي. دې خواشينونکې پېښه په سيمه کې د غم او وېرې فضا رامنځته کړې ده

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *