تازه خبرونه

په تورخم افغان مسافرو سره بدچلند: اهلکار له دندې لرې کړې شوې

نن د خیبر پښتونخوا چیف سیکرټري شهاب علي شاه له افغان قونسل جنرل سره لیدنه کړې او په تورخم پوله ی د افغان وګړو سره د ښه چلند ډاډ ورکړې دې
په تورخم افغان مسافرو سره بدچلند: اهلکار له دندې لرې کړې شوې

په دې ورستیو کې په تورخم پوله د یو اهلکار ویډیو چې د افغان مسافرو پاسپورټونه بهر ګوزاروي ،په سوشل میډیا خپره شوه

پېښور: د افغانستان قونسل جنرال حافظ محب الله شاکر د خیبر پښتونخوا له چیف سېکرټري شهاب علي شاه سره نن په پیښور کې لیدنه کړې ده. په دې لیدنه کې د تورخم د سرحدي حالت او د افغان وګړو سره د ایف آی اې د چارواکو د سپکاوي چلند په اړه خبرې شوي دي

په لیدنه کښې چیف سېکرټرۍ افغان لوري ته ډاډ ورکړی چې د سرحدي تګ راتګ پر مهال به د افغان ښځو درناوی په هر صورت کې ساتل کېږي او هیڅ ډول ټیک ټاک ویډیوګانې یا د بې‌ځایه فلم‌بردارۍ عملونه به نه پرېښودل کیږي

دلته باید یادونه وشي چې په دې ورستیو کې په سوشل میډیا یوه ویډیو خپره شوې ، په ویډیو کې یو اهلکار د افغان ښځینه وګړو پاسپورټونه د کړکۍ بهر ګوزاروي او دې ویډیو په سوشل میډیا د اهلکار په ضد د اولس غبرګونو را اوپارول

د اړوند ادارې اهلکار په ضد اړوند ادارې چارواکو قانوني ګام اخستې دې او له سرکاري اعلامیه وروسته ی له دندې لرې کړې دې او په تورخم کې ځایی اهلکارو ته لارښوونه شوې ده چې افغان مسافرو سره دې ښه چلند وکړې شی

دلته دا هم باید یادونه وشی چې څو ورځې وړاندې هم په شانګله کې پولیسو د یوې ښځینه سیلګرې سره یوه ویډیو خپره شوې وه چې پکې پولیس اهلکار د بهرهیواد ښځینه ته د واده کولو وړاندیز کړې وو، ورسته بیا دا پولیس اهلکار هم له دندې لرې کړې شول

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *