تازه خبرونه

 پنجشېر کې د طالبانو په مرکز کې چاودنه: اته افغان  طالبان وژل شوي

د افغانستان په پنجشیر کې پرله‌پسې چاودنې د افغانستان عبدالله خېل درې په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مرکز کې شوې ؛ سیمه محاصره او پلټنې پراخې شوې دي
د افغانستان په پنجشیر ولایت کې ملي مقاومت جبهه یوه قوي وسله واله ډله ده چې په دې سیمه کې د افغان جهاد مشهور کمانډر احمدشاه مسعود جوړه کړې ده

سرچینې وایی چې افغان طالب چارواکي د پیښې ځای سره څیرمه خلک نزدې نه دې پریږدي او طالب چارواکو په سیمه کې پلټنې پیل کړي دي

د افغانستان  د پنجشېر ولایت په منجستو سیمه کې د طالبانو پر مهم مرکز کې چاودنې وشوې، سرچینې وایی  لږ تر لږه اته طالبان وژل شوي دي

سیمه‌ييزو سرچینو وویل چاودنې ماښام د عبدالله خېل درې په هغه سیمه کې رامنځته شوې چې طالبان پکې مرکزي پوسته لري

د سرچینو په وینا، دویمه چاودنه تر ټولو خونړۍ وه او د مولوي ملک په کور کې دننه یې لږ تر لږه اته طالبان ووژل. درې  نه تر څلور  کسان نور ټپیان شوي دي.

له پېښې وروسته طالبانو د درې پراخې برخې کلابندې کړې، د خلکو تګ راتګ یې محدود کړ او د سیمې اوسېدونکي یې تر پوښتنو او پلټنو لاندې ونیول.

 مقامې اوسیدونکې وایې طالبان د چاودنو ځای ته خلک نه پرېږدي او کور په کور پلټنې کوي

  مهمه ده چې یادونه وشی چې تراوسه ددې برید ذمه واري کومې ډلې په غاړه نه ده اخستې خو ښایی چې دا بری د ملي مقاومت محاذ ترسره کړې وي ځکه دا ډله په دې سیمه کې له پخوا راهسي ډیره قوي ده

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *