تازه خبرونه

پروفیسر ابراهیم: ټي ټي پي پاکستان او افغانستان دواړو لپار زیان دې

د جماعت اسلامي مشر ویلي دي چې افغانستان دې دا سوچ نه کوي چې هند سره ددوی دوستي به ګټوره وي ،هند خپلو شخصي ګټو لپاره افغانستان سره دوستي کوي
د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه له تیرو درې میاشتو راهیسي تړلي دي

په دې وروستیو کې د پاکستان افغانستان ترمنځ شخړه هم دې ټي ټي پي له امله رامنځته شوي ده

د جماعت اسلامي د جنوبي خیبرپښتونخوا امیر پروفیسر ابراهیم خان ویلي دي چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ شخړې او جګړه د دواړو ګاونډي هیوادونو ترمنځ  لوی زیان دې

پروفیسر ابراهیم ټینګار کړې دې چې ناقانونه ګرځول شې ډله تحریک طالبان پاکستان فعالیتونه د پاکستان او افغانستان دواړو لپاره زیان رسوونکي دي

مهمه ده چې یادونه وشی چې د پروفیسر ابراهیم دا بیان په داسې وخت کې راغلې دې چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ دوه اړخیزې اړیکې هم دې ناقاونه ګرځول شوې ډلې ټي ټي پي له امله سختې خرابې شوي دي او له درې میاشتو زیاته موده وشوه چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ سرحدونه هم دې ترهګرې ډلې له امله تړل شوي دي

پروفیسر ابراهیم اوویل او زیاته ی کړه چې د پاکستان ګاونډي هیواد  افغانستان باید دا غلط فهمي ونه لري چې هند یې دوست دې ، زیاته ی کړه چې دا ځکه چې د هند دوستي تاواني ثابته شوې ده، او هند په سیمه کې د خپلو ګټو لپاره نور هېوادونه کاروي

نورخبرونه: عربي هیوادونو او ترکي په پاکستان کې د ټي ټي پي بریدونه غندلي دي

پاکستان کښې بدامنۍ واقعاتو لپاره کالعدم ټي ټي پي،بي ايل اے او مجيد بريګيډ ډلې يو شويدي،متحده قامونو سلامتي کونسل رپورټ

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *