د افغانستان ملي دفاع وزیر محمد یعقوب مجاهد الجزیرې شبکې سره مرکه کې ویلي، اوسمهال اسلامي امـ’ـارت له هیڅ هېواد سره نظامي هوکړه نه لري.

ښاغلي مجاهد وویل، چې د افغانستان اسلامي امـ’ـارت د دوحې هوکړې ته ژمن دی او افغان خاوره به د کوم بل هېواد پر ضد و نه کارول شي.

مجاهد له افغانستان  خاورې څخه احمالي ګواښوونو په اړه اندېښنو ته په اشارې وویل، هیڅ هېواد نه شي کولی داسې شواهد وړاندې کړي چې دوی د افغانستان له لوري ګواښل شوي وي.

هغه زیاته کړه، د افغانستان اسلامي امـ’ـارت زیاد پام په سیاسي او اقتصادي مسایلو او په ځانګړي ډول د بندیزونو په لرې کولو ور ټول دی. دفاع وزیر دا هم ویلي، د اسلامي او ملي اردو د بیا جوړونې او مسلکي کولو لپاره لویې برنامې لري او وخت سره سره به د لنډ او اوږد مهال لپاره  سرتیري له روزلو  وروسته د اردو لیکو ته جذبوي.نور

نورخبرونه

د ملګري ملتونو ادارې یوناما ویلي دي چې د کونړ زلزله ځپلو لپاره د ۱۳۹،۶ ملیونه ډالرو اړتیا ده

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *