تازه خبرونه

ملګري ملتونه: افغان طالبان دې له  ښځو د کار بندیز لرې کړی

ملګری ملتونو کی د افغان ښځو د غیر موجودګۍ له امله د ژوند ژغورونکو مرستو بهیر له جدي ګواښ سره مخ شوی او د افغانستان زرګونه ضرورت مندې ښځې بې‌مرسته پاتې کېږي
ملګري ملتونه: ملګري ملتونو وایی په افغانستان کې یواځې افغان ښځې کولې شوې افغان ښځو او جونو ته په مشکل وخت کې مرستې ورسوی او دوی سره نیغ په نیغه همکاري وکړي

د کال ۲۰۲۱ اګست څخه چې افغان طالبان په واک کې راغلي نوی په ښځینه وګړو ی یو شمیر بندیزونه لګولي دي، افغاناناې ښځې بیا بیا ددې بندیزونو لرې کولو غوښتنه هم کوي

اسلام‌آباد : ملګرو ملتونو  افغانستان کی له طالبان چارواکو غوښتي چې په افغان ښځو لګول شوي بندیز دې غور وکړي

ملګرو ملتونو ویلي دي چې په دې سازمان کې د افغان ښځو د کار پر بندیز دې بیا غور وکړي او دا دې لرې کړي

 سازمان خبرداری ورکړی چې دغه محدودیت د “ژوند ژغورونکو خدمتونو” مخه نیسي او د سلګونو ښځینه کارکوونکو د کار نه‌کولو له امله مرستندویه چارې له سختې ستونزو سره مخ شوې دي

په بشري مرستو مستقیم اغېز

له ۲۰۲۱ کال وروسته چې طالبان واک ته رسېدلي، افغان ښځې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي، له کاره منع، د ۱۲ کلنۍ وروسته له زده کړو محرومیت، په پارکونو او عامو ځایونو بندیز، او د ښکلا سالونونو تړل.

  ۲۰۲۵ کال په سپتمبر کې بندیز د ملګری ملتونو  دفترونو ته هم وغځېد،  ښځینه کارکوونکې  له دفترونو څخه لرې شوې

د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ښځو ځانګړې استازې، سوزان فرګوسن، وویل چې دغه بندیز هم د عملیاتي چارو او هم د بشري مرستو په وړاندې لوی خنډ دی

هغې ټینګار وکړچې موږ غوښتنه کوو چې په ښځینه افغان کارکوونکو د دفتر د داخلېدو بندیز لغوه شي او هغوی ته دفترونو او ساحې ته خوندي لاسرسی برابر شي

د مرستو د رسولو بهیر ګډوډ شوې

 د ملګرو ملتونو ډېری عملیات تېرو درېیو میاشتو کې له لېرې ترسره شوي، خو ګڼ شمېر برنامې اغېزمنې شوې دي

 ښځینه کارکوونکې د ښځو او نجونو سره په خوندي توګه د مرستو رسولو، د بیړنیو مرستو د وېش، او د کلتوري اصولو په رعایت کې حیاتي رول لري

د ښځینه کارکوونکو نشتوالی په ځانګړي ډول د وروستیو زلزلو پر مهال او د پاکستان او ایران څخه د بېرته راګرځېدونکو مهاجرینو په چارو کې د مرستو بهیر ګډوډ کړی دی.

راپورونه وايي چې څو سوه ښځینه کارکوونکې د بندیز له امله اغېزمنې شوي دي

فرګوسن وویل چې د ښځو حضور “نه‌بدلېدونکی او ډېر مهم” دی، ځکه یوازې د ښځینه کارکوونکو له لارې افغان ښځې او نجونې کولی شي اړینې مرستې ترلاسه کړي

د ښځو حقونو لا پسې ستونزمن کېدل

ملګرو ملتونو خبرداری ورکړی چې دغه پرېکړه د طالبانو تر واکمنۍ لاندې د ښځو د حقونو د لا خرابېدو یوه بله نښه ده. د زده کړو، کار او عامه ژوند محدودیتونه ښځې په ټولنیز او اقتصادي ډول له ژوند څخه شړلې دي

طالب چارواکو لا تر اوسه د ملګرو ملتونو دغې غوښتنې ته رسمي ځواب نه دی ورکړی

کارپوهان وايي چې که دغه محدودیتونه دوام وکړي، نو د افغانستان بشري بحران به نور هم زیات شي

پوهان وایی افغانستان  له وړاندې  اقتصادي سقوط، اقلیمي پېښو،مهاجرینو ستونزو سره مخ دی، او دا ستونزه نوره هم ژورېدلی شي

Related Articles

فلم د “اقرأ” په قرآني لفظ پای ته رسېدلې ترڅو د علم اهمیت څرګند کړي، او ډایرکټر ویلي چې دوی د درې طلاق او مهر په اړه سم معلومات وړاندې کول غوښتل

April 24, 2026

د هندي هوایي ځواک د الوتکو د سقوط زیاتېدونکو پېښو د هوايي بیړۍ د خوندیتوب او ساتنې معیارونه بیا تر پوښتنې لاندې راوستي دي

April 24, 2026

د یوه باوقاره قوم غړي او ادارې د یو بل ځواک ګرځي. د حق معرکې پر مهال کله چې د پاکستان ولس او دولتي ادارې په یوه صف کې ودرېدل، نو د دښمن ټول ناپاک پلانونه او د ګډوډۍ خپروونکي عناصر په خپله ناکام او بې‌مراده شول

April 24, 2026

د طالبانو د واکمنۍ لاندې د افغانستان حکومتداري د مشروعیت، د بشري حقونو د محدودیتونو او د سیاسي ګډون د نشتوالي له امله تر نیوکو لاندې ده

April 24, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *