تازه خبرونه

   علي آمین ګنډاپور: پاکستان سره شواهد شته چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي

د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي د پاکستان ریاست دریځ کمزورولو لپاره د هغه سندهه سفر پر مهال ویلي وو چې پاکستان باید افغانستان ته د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو شواهد وړاندې کړي
سهیل افریدي ویلي وو چې افغانستان سره خو نور ګاونډي هیوادونه هم شته خو هغوی کوم شکایت نه دې کړې

شنوونکو د وزیراعلی سهیل افریدی دا بیان په سختو ټکو کې غندلې دې او ویلي ی دي چې باید هغه له داسې غیرمسولانه بیانونه څخه ډډه وکړي

د خیبر پښتونخوا  پخواني وزيراعلیٰ علي امين ګنډاپور په خپله یوه تازه وینا کې  تاييد کړې ده چې د پاکستان پر ضد د ترهګرۍ لپاره د افغان خاورې د استعمال په اړه روښانه او مستند دستاويزي شواهد شتون لري

دلته ددې خبر باید یادونه وشی چې پرون په رسنیو کې داسې راپور خپور شوې وو چې د سندهه سفر پر مهال د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدي رسنیو سره خبرو کې ویلي وو چې د پاکستان لوري افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو په اړه باید پاکستان خپل ثبونه وړاندې کړي

سهیل افریدي ویلي وو چې افغانستان سره خو نور ګاونډی هیوادونه هم دي خو هغوی لوري داسې کومه خبره یا شکایت نه دې راغلې

دلته مهمه ده چې باید یادونه وشی چې د خیبرپښتونخوا پخواني وزیراعلی  علي آمین ګنډاپور  د افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارولو تاید کړې دې او ویلي دي چې افغان خاوره د پاکستان پر ضد کارول کیږي او ددی ښکاره ثبوتونه شته

د پخواني وزيراعلیٰ په توګه علي آمین ګنډاپور  دا خبره تصديقوي چې هم صوبايي او هم وفاقي حکومتونو سره دا ډول قوي شواهد شته چې تحريکِ طالبان پاکستان   له افغانستانه د پاکستان، په ځانګړي ډول د خيبر پښتونخوا، پر ضد ترهګريز بریدونه  ترسره کوي۔

نوموړي وويل چې دا ټول د افغان حکومت او تحريکِ طالبان افغانستان په علم کې دي او د هغوی په ملاتړ ترسره کېږي۔ ده زياته کړه چې په خيبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ په ګڼو پېښو کې افغان وګړي ښکېل وو، او په يو شمېر ترهګريزو پېښو کې افغان اتباع نيول شوي هم دي دلته ددې خبرې باید یادونه وشی چې د شنوونکو له لوري د خیبر پښتونخوا وزیراعلی سهیل افریدی د غیرمسولانه بیان په اړه د هغوی سختو نیوکو لاندې راغلې وو او ویلي ی وو چې د یوې صوبې وزیراعلی باید له داسې بیانونو ډډه وکړي چې د پاکستان ریاست د ترهګرۍ په اړه بیانه کمزورې کوي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *