تازه خبرونه

 شمالي وزیرستان کې اته ترهګر له منځه ویوړل شول

د پاکستان امنیتي ځواکونو قبایلي سیمه شمالي وزیرستان دته خیل کې د ترهګرو په ضد په بریالي عملیاتو کې اته ترهګر په نښه کړل او له منځه ی وړي دي
اته ترهګر له منځه وړل لویه بریا ده

کارپوهان وایی چې ترهګرو پرله پسې فعالیتونه او بریدونو ثابتوي چې ترهګر وس هم په دې هیواد کې د ترهګرۍ کولو بشپړه پلان ترتیبوي او په وړاندې ی وړي

شمالی وزیرستان: د قبایلي ضلعې په شمالي وزیرستان  دته خیل ، خرشین او دوګا ماچه سیمو کې د امنیتي ځواکونو عملیات، اته ترهګر وژل شوي

  د دته خیل په خرشین او دوګا ماچه سیمو کې د روانو پوځي عملیاتو پر مهال د پاکستان امنیتي ځواکونو اته وسله وال وژلي دي. دغه عملیات د هېواد د ترهګرۍ د ختمولو د روانې ستراتیژۍ برخه دي. .

امنیتي سرچینې وایی چې اوسنۍ اپریشن تر ۳۰، ۳۵ هغه ترهګرو په ضد دوام لري چې ویل کیږي دا د بدري ګروپ او جیش مهدي ګروپ سره تړاو لري.

چارواکي وایي پاتې وسله وال ځانونه د سیمه‌يیزو کورونو تر شا پټوي او د ملکي خلکو څخه د انساني ډال په توګه کار اخلي، څو د هوايي بریدونو او ډرونونو څخه وژغورل شي، چې د هغوی موندل ستونزمن کړي دي. .

وژل شوو ترهګرو کې مهم کسان وو په وژل شوو کې درې تنه د پام وړ مهم غړي دي، حمیدالله ملقب ګوډ چې د چاودیدونکو مواد جوړولو ماهر وو، د هغه وژل کیدل د ترهګرو لپاره یو ستر زیان بلل کیږي، نورمحمد د افغانستان اوسیدونکې ،دا ترهګر د کواد کوپټر د بمونو کارولو ماهر ، عمر چې د کال ۲۰۰۹ راهیسي د ټي ټي پي غړې وو او فعال وو هم منځه وړل شوې دې.

د شخړې شالید

شمالي وزیرستان له کلونو راهیسې د  ترهګرو ډلو د پټن‌ځای په توګه کارېدلی، په ځانګړې توګه د تحریک طالبان پاکستان او د حقاني شبکې لپاره  ی پټ ځای ورکړې. په دې سیمه کې د کلونو په اوږدو کې ستر پوځي عملیات شوي، لکه ضرب عضب او رد الفساد، چې د وسله والو د ځپلو او د هغوی د مرکزونو د ویجاړولو په برخه کې اغېزناک تمام شوي دي. سره له دې، د ځینو ترهګرو د تېښتې یا د افغانستان بل لور ته د تګ له امله سیمه بیا ځلې د بریدونو ښکار شوې ده. اوسني عملیات څرګندوي چې چارواکي د پاتې وسله والو د له منځه وړلو لپاره پرلپسې هڅې کوي، څو سیمه په بشپړه توګه خوندي کړي

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *