تازه خبرونه

د پاکستان آزادۍ په شپه یو شمیر سیمو کښې ترهګریز بریدونه

ضم قبایلي سیمه خیبر او د خیبر پښتونخوا په یو شمیرنورو سیمو کښې ترهګریز بریدونه شوي، ۵ پولیس اهلکار شهیدان شوي دي
د پاکستان آزادۍ په شپه یو شمیر سیمو کښې ترهګریز بریدونه

ضلع خیبر کښې هم د جشن آزادۍ نمانځول په مهال د پولیسو پوسته په نښه شوې ده خو کوم ځاني زیان نه دې اوښتې

د خیبر پښتونخوا او ضم ضلعو په سیمو کښې د پاکستان د ۷۸مې ازادۍ نمانځلو په موقع یو شمیر ترهکریز بریدونه شوي دي چې پکښې یو شمیر پولیس اهلکار شهیدان شوي او ټپیان شوي دي.

د تفصیلاتو ترمخه په خیبر پښتونخوا کښې د ۶ ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې ۵ پولیس اهلکار شهیدان او ۵ نور ټپیان شوي دي۔

د پولیس ترمخه د ضلع خیبر په تحصیل لنډي کوتل کښې هم د پولیسو پوستې سره د چاودیدونکي موادو چاودنه شوې ده، په بل ترهګریز برید کښې لنډي کوتل کښې یو کور مخې ته هم نامعلومه کسانو چاودیدونکي مواد ایښودلي وو او وچاودیدل، خو سرچینې وایی چې کوم ځاني زیان نه دې شوې.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، وسله‌والو په یو وخت کې په اپر دیر، لوئر دیر، پېښور ، بنو او ضلع خیبر کښې پولیس په نښه کړي دي۔

پولیس وايي چې ترهګرو په اپر دیر کښې د پولیسو پر موبایل، په لوئر دیر کښې د پولیسو پر پوستې، په پېښور کښې د حسن خېل پر تاڼې او دوه نورو پوستو باندې د سپکو او درنو وسلو بریدونه کړي، چې د پولیسو سرتېرو یې بریدونه شاته وتمبول۔

د پولیسو په وینا، د پېښور د ښاري څنډې په حسن خېل تاڼه کښې د پولیسو او وسله‌والو تر منځ د ډېر وخت لپاره ډزې وشوې۔ په برید کښې یو پولیس اهلکار شهید او یو ټپي شو۔

پولیس زیاتوي چې په اپر دیر کښې وسله‌والو د پولیسو موبایل په نښه کړ، چې په پایله کې ۳ اهلکار شهیدان او ۳ ټپیان شول۔

همدارنګه، د لوئر دیر د لاجبوک په سیمه کې د پولیسو پر پوستې د برید پر مهال یو پولیس کانسټیبل شهید شو۔

په بنو کې وسله‌والو د مزنګ پر پولیس پوستې برید وکړ، خو د پولیسو د ځوابي اقدام په ترڅ کې شاته وتمبول شول۔

د بنو د پولیسو مشر سلیم عباس کلاچي وایي چې پولیسو مېړانه وکړه، په کلکه یې مقابله وکړه او بریدکوونکي یې تېښتې ته اړ کړل

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *