تازه خبرونه

د ټيکس  اخستلو وفاقي اداره  ایف بي آر وايي په خیبر پښتونخوا کی ی د غیر قانونی سیګرټو جوړولوپر ضد عملیات کړي

ایف‌بي‌آر وايي د خیبر ټوبیکو کمپنی له ګودامونو څخه ۲۷ لکه او ۵۰ زره کيلوګرامه خام تمباکو ترلاسه شوی، چې پر هغه د یو ارب روپیو څخه زیاته ایکسایز ډیوټي واجب الادا ده
د ایف‌بي‌آر چارواکو په پېښور کې د خیبر ټوبیکو کمپنی ګودام سیل کړې او نیول شوي خام تمباکو ی معاینه کړې

د فابریکې مالکانو ویلي چې ایف‌بي‌آر د خام تمباکو پر ټیکس کچه له فی کيلو ۱۰ روپیو څخه ۳۹۰ روپیو ته لوړه کړې، چې پر ضد یې په هایکورټ کې قضیه روانه ده

پېښور : د فېډرل بورډ آف رېونیو ایف‌بي‌آر ادارې  د ناقانونه سګرېټ جوړولو پر ضد په یوه لوی عملیات کې د خیبر ټوبیکو کمپني له ګودامونو څخه  ۲۷ لکه او ۵۰ زره کيلوګرامه خام تمباکو نیولی دی

د ایف‌بي‌آر د چارواکو په وینا، پر برآمد شوي خام تمباکو د یو ارب روپیو څخه زیاته ایکسایز ډیوټي واجب ده. ادارې خبرداری ورکړی چې که له دې تمباکو څخه سګرېټ جوړ شي، نو قومي خزانې ته تر ۱۹ اربه روپیو پورې د زیان امکان شته

چارواکي وايي، ټول قانوني مراحل بشپړ شوي، ګودامونه سیل کړل شوي او د پېښې په اړه نوری پلټنی روانی دی

بلخوا، د کارخانی مالکانو د ایف‌بي‌آر دا عملیات ناقانوني بللي دي. د کمپنۍ انتظامیې ادعا کړې چې دوی د ټیکس ادا کولو  ټول دستاویزی ثبوتونه د رسنیو مخې ته وړاندې کړي دي

د کمپنۍ  انتظامیې په وینا، دوی د روان کال په اکتوبر میاشت کې ۲ لکه او ۵۰ زره کيلوګرامه تمباکو ایکسپورټ کړی او دعوه کوي چې د ایکسپورټ پر رسیدونو د ایف‌بي‌آر د انسپکټر لاسلیکونه هم موجود دي

انتظامیې دا هم ویلي چې په فابریکه کې د بېلابېلو سرکاري ادارو اهلکار تعینات دي او د فابریکې ټول فعالیتونه د سي سي ټي وي کامرو له لارې څارل کېږي

د فابریکې مالکانو ویلي، ایف‌بي‌آر د خام تمباکو پر ټیکس کچه له فی کيلو ۱۰ روپیو څخه ۳۹۰ روپیو ته لوړه کړې، چې پر ضد یې په هایکورټ کې قضیه روانه ده. د هغوی په وینا، د عدالتي احکاماتو له مخې ټیکس په عدالت کې جمع کړل کېږي

انتظامیې خبرداری ورکړی چې دا مبینه ناقانونه کارروایي کولی شي د ایکسپورټ تړونونه اغېزمن کړي، چې له امله به پاکستان ته د اربونو روپیو د ریونیو او زر مبادلې د زیان اندېښنه رامنځته شي. همدارنګه، که فابریکه وتړل شي، نو زرګونه مزدوران د بې‌روزګارۍ له خطر سره مخ کېدای شي

Related Articles

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

د وزیر اعظم شهباز شریف او د ایران سفیر رضا امیري مقدم ترمنځ لیدنه؛ د سیمه‌ییز امنیت او د سولې د ټینګښت لپاره پر ګډې تګلارې هوکړه وشوه

April 22, 2026

افغان طالبانو دعویٰ کړی چې په کابل کې د یوې غونډې پر مهال یې ټي ټي پي ته خبرداری ورکړی او شاوخوا ۱۰۰ کسان یې نیولي دي، خو پاکستان تر اوسه رسمي غبرګون نه دی ښودلی، ځکه پخوا هم د ورته ادعاوو د ناسم ثابتېدو مثالونه موجود دي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *