تازه خبرونه

د قامي امن جرګې کمیټي به څه کار کوي؟

د قامي جرګې شریکه کمیټي به له حکومت او فوځي مشرانو سره لیدنې کوي او خپلې راتلونکې تګلارې به اعلانوي
د قامي امن جرګې کمیټي به څه کار کوي؟

د قامي امن جرګې مشرانو په وینا کښې له حکومته غوښتې وو چې په سیمه کښې دې د امن لپاره امنیتي ځواکونه ګوټلي ګامونه پورته کړي

وړمه ورځ د پیښور په باچاخان مرکز کښې د عوامي نیشنل ګوند له لوري راجوړې شوې د قامي امن جرګې وروسته صوبایی کمیټي جوړولو اعلان وشو

د عوامي نېشنل ګوند خیبرپختونخوا تر مشرۍ لاندې تابیا شوې قامي امن جرګې په ترڅ کې په ګډه یوه صوبایي کمېټي جوړه شوه

د یاد ګوند لوري په اړه داسې بیان خپور شوې چې په دې کمیټۍ مشري به د اے این پي خیبرپښتونخوا صوبایي صدر میا افتخار حسین کوي، پداسې حال کښې چې د نورو سیاسي ګوندونو صوبایي مشران او بېلابېلو تنظیمونو استازي به ددې کمیټۍ غړي وي

د جرګې په اعلامیه کې ویل شوي چې دا کمېټي به له مرکزي قیادت سره په مشوره له حکومت او اسټیبلشمنټ سره د لیدنو لپاره وخت ترلاسه کوي او د دې مقصد لپاره به د ټولو سیاسي مشرانو يو ځانګړی غونډه هم را اوغواړي

اعلامیه زیاتوي چې د جوډیشل کمېشن جوړېدو لپاره د جرګې له لوري ورکړل شوې لس ورځنۍ ډیډ لاین له پوره کېدو وروسته به راتلونکي لپاره هم دغه کمیټي تګلاره ټاکي

دلته ددې خبرې هم باید یادونه وشي چې دا کمیټي به د احتجاجي تګلارې جوړولو لپاره له مرکزي قیادت سره مشوره کوي او اسلام‌اباد يا راولپنډۍ کښې به د احتجاجي پرلت په اړه پریکړه هم دا کمیټي کوي

دلته دا هم باید یادونه وشي چې وړمه ورځ عوامي نیشنل ګوند سر ه د نورو سیاسي ګوندونو له واکمنو غوښتي وو چې دوی په صوبه او قبایلي سیمو کښې د ناامني مخالفت کوي او په سیمه کښې باید باید د اولس ژوند خوندي کولو لپاره ګوټلي ګامونه پورته شي

Related Articles

د پاکستان مهمه څېره به ایران ته ولاړه شي او د امریکا او ایران د تړون وروستی مسوده به اعلان شي

May 20, 2026

صوبو ته د ۴۳۰ ارب روپیو عاید هدف او ۲ ټریلیون سرپلس غوښتنه شوې

May 20, 2026

په ناسته کې وفاقي وزیرانو، د خیبر پښتونخوا ګورنر او د اپوزېشن مشر ګډون وکړ

May 20, 2026

بنګله‌دېش د پاکستان پر وړاندې د ټېسټ سیریز وګاټه او نوی ریکارډ یې جوړ کړ

May 20, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *