تازه خبرونه

د امریکا لوری افغانستان حکومت سره د مالي مرستو لړۍ دوام لري

د امریکا لوري افغانستان طالبانو حکومت سر دې مالي مرستو په اړو یو شمیر شکونه او اندیښنې مخې ته راغلي دي
امریکا ادعا کوي چې دا پیسې د بشري مرستو په نوم ورکول کېږي، خو د دغو فنډونو د کارونې په اړه تر اوسه روښانه معلومات نه دي وړاندې شوي

امریکا ادعا کوي چې دا پیسې د بشري مرستو په نوم ورکول کېږي، خو د دغو فنډونو د کارونې په اړه تر اوسه روښانه معلومات نه دي وړاندې شوي

د امریکا له لوري د طالبانو حکومت ته په یو حیرانونکې توګه مالي مرسته لا هم دوام لري سره له دې چې واشنګټن په نړیواله کچه د لګښتونو د کمولو لپاره د ملګرو ملتونو له یو شمېر ادارو څخه خپل غړیتوب هم ختموي
د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې، امریکا د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په ۱۳مه طالبانو ته ۴۵ میلیونه ډالر نغدي ورکړي، او د همدې میاشتې تر پای پورې یې د نورو ۹۰ میلیونه ډالرو د ورکړې ډاډ هم ورکړی دی
سرچینې وایي چې د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ په منځ کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د افغانستان د بیارغونې لپاره ځانګړي مفتش سیګار ته تایید ورکړی چې امریکا هر ۱۰ تر ۱۴ ورځو وروسته طالبانو ته شاوخوا ۸۰ میلیونه ډالر نغدي لېږدوي۔ د نغدو پیسو دا پرله‌پسې لېږد د نړیوالو کړیو او د بشري حقونو ادارو ترمنځ جدي اندېښنې راپارولي دي
منتقدین وایي چې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان ته د نغدو پیسو مستقیم لېږد د شفافیت او حساب ورکونې له بنسټیزو اصولو سره په ټکر کې دی، او دا کار په عملي ډول د طالبانو حکومت ته مالي ثبات برابروي
برعکس، امریکا ادعا کوي چې دا پیسې د بشري مرستو په نوم ورکول کېږي، خو د دغو فنډونو د کارونې په اړه تر اوسه روښانه معلومات نه دي وړاندې شوي
د یادونې وړ ده چې واشنګټن د ۲۰۲۳ کال له مې میاشتې وروسته طالبانو ته د استول شویو ۴۰ میلیونه ډالرو نغدي مرستو په اړه هم عامه معلومات ورکول بند کړي دي، چې له امله یې شکونه او پوښتنې نورې هم زیاتې شوې دي
شنونکي وایي چې د امریکا دا پالیسي نه یوازې له تضادونو ډکه ده، بلکې په سیمه کې د امنیت، د ترهګرۍ پر ضد دریځ او د بشري مرستو پر دعوو هم جدي پوښتنې راپورته کوي
سیاسي شنونکي زیاتوي چې طالبانو ته دا دوامداره مالي مرستې په داسې وخت کې ورکول کېږي چې په افغانستان کې د ښځو حقونه، د بیان ازادي او د لږکیو خوندیتوب لا هم له جدي ستونزو سره مخ دي، چې له امله یې د امریکا د افغانستان پالیسي یو ځل بیا د نړیوال بحث موضوع ګرځېدلې ده

Related Articles

د برید پر مهال د افغانستان د پخواني ملي بیرغ ښکاره کېدل د دې نښه ګڼل کېږي چې دا ډله د طالبانو د اوسني حکومت له پالیسیو او له هند سره د هغوی له مخ په زیاتېدونکو اړیکو سخت ناراضه ده

April 22, 2026

د ملا متصم د نیولو په اړه راپورونه ښيي چې طالبانو په لومړي سر کې دا خبر رد کړ، خو وروسته څرګنده شوه چې هغه د لوړپوړو مشرانو په مستقیم امر نیول شوی و

April 22, 2026

د برهما چیلاڼي نظریه رد شوه؛ د پاکستان او ایران اټومي پرتله ناقصه بلل شوې، او د هند نړیوال استثناوې تر پوښتنې لاندې دي

April 22, 2026

له پاکستانه د غیر قانوني افغانانو ستنېدنه روانه؛ چارواکي وایي نړیوالو قوانینو لاندې، له څلورو لسیزو وروسته منظم او پړاويز بهیر عملي کېږي

April 22, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *