تازه خبرونه

د افغانستان بین المللي کرکټ امپایر بسم الله جان شینواري له نړۍ سترګې پټې کړې

بسم الله جان شینواري خپلې لومړې زده کړې د لنډي کوتل په یو شخصي ښوونځي تاتارا پبلک سکول لنډي کوتل کې ترسره کړې وې
د افغانستان بین المللي کرکټ امپایر بسم الله جان شینواري له نړۍ سترګې پټې کړې

د ضلع خیبر سپورټس مینه والو او د سپورټس ایسوسي ایشنز مشرانو نصیب شاه شینواري، منظور علي شینواري او کلیم الله شینواري د بسم الله جان په مړینه خواشيني څرګنده کړې ده

د افغانستان کرکټ بورډ د راپور له مخې، د ایلیټ پینل (د کرکټ غوره پینل) امپایر بسم‌الله جان شینواری د ۴۱ کلونو په عمر کې وفات شوی دی. نوموړی له څه مودې راهیسې ناروغه وو او نن ی ساه ورکړه.
د افغانستان کرکټ بورډ ټولو غړیو او د سپورټس مینه والو د بسم‌الله جان شینواري پر مړینه ژوره خواشیني څرګنده کړې ده او دا ی د لوبو لپاره یو لوی زیان ګرځولې دې

د افغانستان کرکټ بورډ ترمخه نوموړي په ۳۱ فرسټ کلاس ، ۵۱ لسټ اې او ۹۶ ډومیسټک ټي ټونټي کرکټ لوبو کې د امپایر ذمه واري ترسره کړې وه

د افغانستان کرکټ بورډ د معلوماتو ترمخه نوموړي په ۳۴ یو ورځني او په ۲۶ ټي ټونټي نړیوال کرکټ لوبو کې د امپایر په توګه دنده ترسره کړې وه

دلته ددې خبرې هم باید چې یادونه وشي چې خدای بخښلي بسم الله جان خپلې لومړۍ زده کړې له پرایمرۍ لیول څخه تر لسم ټولګي پورې په تاتاره پبلک سکول لنډي کوتل کې ترسره کړې وې

ددې ښونځي پخواني مشر رحمان علی شینواري اوویل چې خدای بخښلې بسم الله جان شینواري یو ډیر خوش طبیعته انسان وو او ددوی په مړینه باندې ډیر غمجن دي

د سکول مشر د معلوماتو ترمخه بسم الله جان په کال ۲۰۰۲ کې ددې سکول څخه د لسم ټولګي امتحان پاس کړې وو

د ضلع خیبر سپورټس مینه والو او د سپورټس ایسوسي ایشن مشرانو نصیب شاه شینواري، منظور علي شینواري او کلیم الله شینواري د بسم الله جان په مړینه خواشيني څرګنده کړې ده او ویلي دي چې د هغه مرګ افغانستان او د ټولې نړۍ کرکټ او د کرکټ مینه لپاره یو لوی زیان او غم دې

Related Articles

د پاکستان سمندري ځواک له لوري د «تیمور» هوايي توغول کېدونکي کروز توغندي بریالی ازمایښت ترسره شو، چې د هغوی د عملیاتي چمتووالي څرګندونه کوي

April 21, 2026

په سعودي عرب کې د هند د ملي امنیت سلاکار اجیت دووl ته سوړ او بې‌پام هرکلی وشو؛ د لوړو چارواکو نشتون د هند د سفارتکارۍ پر ناکامۍ ټینګار کوي

April 21, 2026

په اسلام‌آباد کې د چاودېدونکو موادو د موندنې او د ټرافیکي بندیزونو په اړه د افغان تبلیغاتي اکاونټ ادعا بې‌اساسه بلل شوې ده

April 21, 2026

د ترهګرۍ پر ضد اوږده جګړه وي او که د اقتصادي محاذ ستونزې، دې ملت د فقر په همدې تودوخه کې خپله خودي ځلېدلې ده

April 21, 2026

Post a comment

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *